ads

بالابلوک کې ۷ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

د فراه ولايت د بالابلوک ولسوالۍ د کنسک سيمې پر امنيتي پوستو د وسله والو طالبانو ډله ييز بريد په شا تمبول شوی دی.
د فراه ولايت مقام له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، تېره شپه شاوخوا يوولس بجې د امنيتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ نښته پيل شوه، چې تر دوو بجو يې دوام درلود.

نویسنده: sarwan
7 لړم 1396

سرچينه وايي، په دې نښته کې درې وسله وال طالبان وژل شوي او څلور تنه نور سخت ټپيان دي.
د سرچينې په وينا، په نښته کې افغان امنيتي ځواکونو ته کوم زيان نه دی اوښتی.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA