ads

په روغتونونو کې د ټیټ کیفیت لرونکي خواړه

كليد ګروپ په يوه څېړنيز راپور کې موندلې چې د عامې روغتیا وزارت اړوند د هېواد په یو شمېر روغتونونو کې د قراردادونو خلاف د ډېر ټیټ کیفیت لرونکي خواړه ناروغانو ته ورکول کېږي.

نویسنده: sarwan
6 لړم 1396
په روغتونونو کې د ټیټ کیفیت لرونکي خواړه

كليد ګروپ په يوه څېړنيز راپور کې موندلې چې د عامې روغتیا وزارت اړوند د هېواد په یو شمېر روغتونونو کې د قراردادونو خلاف د ډېر ټیټ کیفیت لرونکي خواړه ناروغانو ته ورکول کېږي.
کلید ګروپ د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې له ناروغانو او ډاکترانو سره مرکې کړې دي او داسې معلومات په لاس ورغلي، چې په کې لیدل کېږي، په روغتونونو کې ناروغانو او کارکوونکو ته د شوي قرارداد خلاف د ډېر ټیټ کیفیت لرونکې وریجې او نور غذایي مواد ورکول کېږي.
په داسې حال کې چې د عامې روغتیا وزارت یوازې د مرکز کابل د روغتونونو لپاره د ۱۰۶۰۲۶۲۶۵.۱ یو سل او شپږ میلیون شپږ ویشت زره دوه سوه او پنځه شپېته افغانیو په ارزښت قراردادونه کړي او له قراردادي کمپنیو سره په شوو قراردادونو کې یادونه شوې، چې په روغتونونو کې به د ناروغانو لپاره اوله سیله وریجې او نور د لوړ کیفیت لرونکي خواړه ورکول کېږي، خو په هغه معلوماتو کې چې د کلید ګروپ لاس ته ورغلي لیدل کېږي چې د اول سیله وریجو په نوم د ډېر ټیټ کیفیت لرونکې وریجې او نور خواړه ناروغانو او د روغتونونو کارکوونکو ته ورکول کېږي.
یو شمېر ناروغان او د روغتونونو مسوولین هم په روغتونونو کې د غذایي موادو د ټیټ کیفیت څخه شکایتونه لري او وایي، دوی ته داسې غذایي توکي ورکول کېږي چې د کمي او کیفي پلوه په خورا ټیټه کچه دي.
د یادونې ده په هغه بیو کې چې د خوراکي توکو د ټولنې مسوولینو له کلید سره شریکې کړې دي پکې لیدل کېږي چې د روغتونونو لپاره د شوو قراردادونو نرخونه د بازار له نرخونو څخه ډېر ټیټ ذکر شوي دي، د یوې کیلو اول سیله وریجو لپاره په بازار کې تر ټولو ټیټ قیمت ۸۴ افغانۍ ورکړل شوی خو په شوي قرارداد کې دغه نرخ ۵۶.۱۰ افغانۍ ذکر شوی چې د بازار له نرخونو سره په هره یوه کیلو وریجو کې ۲۸ افغانۍ تفاوت لیدل کېږي، د یوې کیلو نخودو تر ټولو ټیټ نرخ ۱۱۰ افغانۍ ورکړل شوی خو په قرارداد کې دا نرخ بیا ۹۶.۸۰ افغانۍ ښودل شوی، چې په هره یوه کیلو نخودو کې ۱۳.۲۰ افغانۍ تفاوت لیدل کېږي، همدارنګه په بازار کې د یوې کیلو دال نخودو تر ټول ټیټ نرخ ۷۷ افغانۍ ورکړل شوی خو په قرارداد کې دغه نرخ ۳۳ افغانۍ ذکر شوی، چې په هره یوه کیلو کې ۴۴ افغانۍ تفاوت لیدل کېږي او همدارنګه په بازارونو کې د یو شمېر نورو خوراکي توکو نرخونه هم د شوو قراردادنو له نرخونو سره په لوی توپیر سره ذکر شوي دي.

د عامې روغتیا وزارت څه وایي؟
د عامې روغتیا وزارت د مسولینو په خبره د روغتونونو لپاره د غذایي موادو قراردادونه په مرکز کې د عامې روغتیا وزارت له لوري او په ولایتونو کې د دغه وزارت د عامې روغتیا د ریاستونو له لوري کېږي.
د دغه وزارت د مسوولینو په خبره د عامې روغتیا وزارت د مرکز کابل د روغتونونو لپاره د غذایي موادو قراردادونه په درېیو برخو کې له درېیو مختلفو افغاني شرکتونو سره ترسره کړي دي چې حبوبات، ترکاري (سبزیجات)، مېوه او غوښه پکې شامل دي.
دغه قراردادونه چې یوازې په مرکز کابل کې یې مجموعي قیمت ۱۰۶۰۲۶۲۶۵.۱ یو سل شپږ میلیونه شپږویشت زره دوه سوه پنځه شپیته اعشاریه یوه افغانۍ کېږي له غزنین باستان، ګلدوست اماني او وهاب اماني شرکتونو سره یې تړونونه شوي دي.
د عامې روغتیا وزارت د تهیه او تدارکاتو د څانګې مشر محمد توفیق فردوس وویل، د حبوباتو قرارداد د غزنین باستان شرکت سره د ۴۳،۹۶۷،۶۱۷.۱ افغانیو په ارزښت شوی چې په دغه قرارداد کې ۱۱ قلمه توکي ((وریجې، لوبیا، نخود، مالګه، بوره، وچې شیدې، غوړي، دال نخود، شین چای، تورچای او چهارمساله)) شامل دي او دغه مواد د ټولو تدارکاتي چارو تر ترسره کولو وروسته اړوندو مرکزونو ته سپارل کېږي.
د دغه وزارت د تهيې او تدارکاتو د ریاست د مسوولانو په خبره له دې وړاندې چې د غذایي موادو او یا هم نورو موادو کوم قرارداد تړل کېږي، د ټولو توکو لپاره د تدارکاتو چارې تر سره کېږي. فردوس وایي: ((لومړی داوطلبي بیا ارزیابي او ورپسې د تړون مرحلې ته رسیږي؛ له هغې وروسته د تسلیمي مرحله را رسېږي، چې په دغه مرحله کې ټول اړوند پلاوي نظارت کوي څو تدارکاتي چارې په ښه توګه ترسره شي.))
د فردوس په خبره، په دغه قرارداد کې د ټولو قرادادي توکو قیمتونه مشخص شوي دي: ((یوه کیلو اوله سیله وریجې په ۵۶،۱۰ افغانۍ، یو لیتر نباتي غوړي په ۸۵،۸۰ افغانۍ، یوه کیلو لوبیا په ۶۲،۷۰ افغانۍ، یوه کیلو نخود په ۹۶،۸۰ افغانۍ، یوه کیلو دال نخود په ۳۳ افغانۍ، یوه کیلو بوره په ۵۲،۸۰ افغانۍ، یوه کیلو وچې شیدې ۱۸۰،۴۰ افغانۍ، یوه کیلو تورچای ۱۷۰،۵۰ افغانۍ، یوه کیلو شین چای په ۱۹۸ افغانۍ، یوه کیلو مالګه په ۱۳،۲۰ افغانۍ او یوه کیلو چهار مساله ۳۳۰ افغانۍ قرارداد شوي دي.))
خو د خوراکي توکو د ملي سوداګرو د ټولنې مشر فضل الرحمن بیا په کابل ښار کې د خوراکي توکو د نرخونو په اړه وايي: ((همدا اوس په بازارونو کې د اول سیله وریجو یوه کیلو په ۸۴ افغانۍ، لوبیا ۸۱ افغانۍ، نخود ۱۱۰ افغانۍ، دال نخود ۷۷ افغانۍ، شین چای ۲۲۰ افغانۍ، تورچای ۲۲۰ افغانۍ، بوره ۳۶ افغانۍ او وچې شیدې ۲۵۰ افغانۍ پلورل کېږي.)) په داسې حال کې چې د عامې روغتیا وزارت له قراردادیانو سره د اولې سیله وریجو او لوړ کیفیت لرونکو خواړو د قرارداد خبره کوي خو په روغتونونو کې ناروغانو او ډاکترانو ته د ډېر ټیټ کیفیت لرونکې وریجې او نور خواړه ورکول کېږي.
ومو غوښتل چې په دې تړاو د قراردادي شرکتونو له مسوولينو سره هم خبرې وکړو خو تر څو اوونيو پرلپسې هڅو وروسته هم بریالي نه شوو.

د خوراکي موادو د نرخونو توپیر
په هغه نرخونو کې چې د خوراکي توکو د ټولنې مسوولینو له کلید سره شریک کړي په کې لیدل کېږي، چې د روغتونونو لپاره د شوو قرادادونو نرخونه د بازار له نرخونو څخه ډېر ټیټ ذکر شوي دي.
یوه کیلو اول سیله وریجو لپاره په بازار کې تر ټولو ټیټ قیمت ۸۴ افغانۍ ورکړل شوی دی، خو په شوي قرارداد کې دغه نرخ ۵۶.۱۰ افغانۍ ذکر شوی، چې د بازار له نرخونو سره په هره یوه کیلو وریجو کې ۲۸ افغانۍ تفاوت لیدل کېږي، د یوې کیلو نخودو تر ټولو ټیټ نرخ ۱۱۰ افغانۍ ورکړل شوی خو په قرارداد کې دا نرخ بیا ۹۶.۸۰ افغانۍ ښودل شوی او په هره یوه کیلو نخودو کې ۱۳.۲۰ افغانۍ تفاوت لیدل کېږي، همدارنګه په بازار کې د یوې کیلو دال نخودو تر ټول ټیټ نرخ ۷۷ افغانۍ ورکړل شوی خو په قرارداد کې دغه نرخ ۳۳ افغانۍ ذکر شوی چې په هره یوه کیلو کې ۴۴ افغانۍ تفاوت لیدل کېږي، یوه کیلو لوبیا په بازار کې تر ټولو په ټیټ نرخ ۸۱ افغانۍ خو په قرارداد کې ۶۲.۷۰ افغانۍ ذکر شوې چې په هره کیلو کې ۱۸.۳ افغانۍ تفاوت لیدل کېږي، په بازار کې تر ټولو ټیټ نرخ د شین چای لپاره ۲۲۰ افغانۍ، خو په قرارداد کې ۱۹۸ افغانۍ راغلی دی چې په هره کیلو کې ۲۲ افغانۍ ، په بازار کې تر ټولو ټیټ نرخ د تورچای لپاره ۲۲۰ افغانۍ دی خو په قرارداد کې ۱۷۰ افغانۍ قرارداد شوی دی چې د بازار له نرخ سره ۵۰ افغانۍ توپیر لري، په بازار کې یوه کیلو وچې شیدې ۲۵۰ افغانۍ خو په قرارداد کې ۱۸۰ افغانۍ راغلې دي چې د بازار تر ټولو له ټیټ قیمت سره ۷۰ افغانۍ تفاوت لیدل کېږي.

د کابل په روغتونونو کې د خوړو وضعیت
د هېواد د مرکز کابل په یو شمېر روغتونونو کې هم ناروغان د ټیټ کیفیت لرونکو خوړو له کبله شکایت کوي او وایي دوی ته درې وخته داسې خواړه ورکول کېږي چې کیفیت یې ډېر ټیټ دی او ناروغان نشي کولای له دغه ډول غذایي توکو استفاده وکړي.
د کابل اندراګاندي روغتون کې یو کس چې خپل ماشوم یې دغه روغتون ته راوستی په یاد روغتون کې ناروغانو ته د ټیټ کیفیت لرونکو خوړو له ورکولو شکایت کوي: ((زوی مې ناروغ دی، درېیمه ورځ ده چې دلته روغتون کې ورسره یم، خو زوی مې یوه ورځ هم د روغتون خواړه نه دي خوړلي دا خواړه ډېر خراب دي، وچې وریجې او یو څو دانې لوبیاګانې ورسره وي دا نو څوک خوړلای شي، سهار یوه هګۍ راکوي هغه هم کله جوړه او کله ناجوړه وي.))
په همدې حال کې د ابن سینا روغتون ته له بدخشان ولایت څخه یو راغلی کس وایي چې دلته یې ناروغ بستر دی او دی هم د غذایي موادو له ټیټ کیفیت او د نظافت له نه مراعات کولو سر ټکوي: ((د غذایي موادو کیفیت یې بېخي ټیټ دی او داسې څه پکې نه وي چې یو ناروغ یې وخوړلای شي، په روغتون کې نظافت ته پاملرنه نه کېږي که یو جوړ کس هم دغه روغتون ته راوستل شي ناروغېږي.))
یو بل ناروغ چې له درېیو ورځو راپدېخوا په دغه روغتون کې بستر دی وایي: ((دلته مونږ ته دوه وخته غذا راکوي چې وریجې، ترکاري، لوبیا، نخود او نور شیان پکې شامل وي مېوه هم شته چې په ورځ کې یوه دانه کیله، انګور یا مڼه ورسره وي، د بیګا له خوا یوه دانه د چرګانو هګۍ هم راکوي چې د سهار د چای لپاره ساتل کېږي.)) نوموړی وایي غذا یې ډېره خرابه نه ده خو نظافت ته باید پکې پاملرنه وشي: ((ډېری ناروغان چې له لرې ولایتونو څخه دغه روغتون ته راځي، دوی له ځان سره پشقاب، کاچغه او نور اړوند وسایل نه لري او مجبور دي چې د روغتون له وسایلو استفاده وکړي او په روغتون کې هم دغه وسایل یو ځل یو ناروغ بیا بل او بیا بل ته پکې غذا ورکول کېږي چې دا خپله د ناروغیو د انتقال عامل کیدای شي.))
د ناروغانو سربېره د کابل په صحت طفل روغتون کې د یاد روغتون یو تن آشپز چې محمد ظاهر نومیږي له کلید سره په خبرو کې وویل چې دغه روغتون ته د شوي قرارداد له مخې غذایي مواد نه راوړل کېږي او کومې وریجې چې قراردادي شرکت راوړې دي، د دغه روغتون د مسوولینو له لوري رد شوې دي: ((دا وریجې د شوي قرارداد خلاف دي او هیڅ په سیله وریجو کې نه حسابیږي.))
د دغه روغتون د جنسي حسابونو مدیر احمدزی ایوبي وایي، دغه روغتون ته چې کوم غذایي مواد راوړل کېږي، د دغه روغتون د تهیه او تدارکاتو کمېټې د غړو له خوا کتل کېږي، که د شوي قرارداد مطابق وي یاد نظارت کوونکي یې قبلوي او که نه د شوي قرارداد مخالف وي بیرته یې مستردوي: ((مونږ په روغتون کې درې نظارت کوونکي کسان لرو چې د موادو د تسلیمۍ په وخت مواد معاینه کېږي که مواد د قرارداد مطابق وي قبلیږي او که نه وي بیرته قراردادي ته مستردیږي او د عامې روغتیا وزارت ته یې اسناد لیږل کېږي.)) ایوبي وايي ډېر ځله داسې هم شوي دي چې قراردادي شرکتونو د قرارداد مطابق غذایي مواد روغتون ته نه دي راوړي، مونږ هغه مسترد کړي دي چې اسناد یې زمونږ سره په آرشیف کې موجود دي.

په ولایتي روغتیایي مرکزونو کې د غذایي موادو کیفیت
د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د کلید خبریالانو له یو شمېر ناروغانو سره دوی ته په روغتونونو کې د ورکول کېدونکو خوړو په اړه مرکې کړې دي او دا یې په کې موندلې چې د هېواد په یو شمېر ولایتي روغتونونو کې هم ناروغان د خوړو له ټیټ کیفیت سرټکوي.
سارا چې د هرات په حوزوي روغتون کې بستر ده، د دغه روغتون د غذایي موادو له کیفیت څخه خپله نا رضایتي ښیي او وایي، چې په دغه روغتون کې دوی ته هره ورځ یو ډول غذايي مواد ورکول کېږي: ((زه تقربیا ۱۵ ورځې دلته بستر یم هره ورځ مونږ ته همدا یو ډول غذایي مواد را کول کېږي، هېڅ تنوع په کې نشته.))
نوموړې وویل، که په همدغه غذایي موادو کې بدلون راشي هم به د ناروغانو لپاره ښه وي او هم به د تکرار مخه ونیول شي.
په همدې حال کې د هرات ولایت د حوزوي روغتون یو تن متخصص ډاکتر عبدالله حسن پور وویل، د هرات ولایت په دولتي روغتونونو کې د هر ناروغ لپاره د درېیو وختونو لپاره ۸۵ افغانۍ استحقاق رسېږي، چې د همدغه مقدار مطابق خواړه ورته پرې برابرېږي: ((که څه هم د ۸۵ افغانیو په مقابل کې د درېیو وختونو لپاره ښه خواړه نه شي برابرېدلای خو موږ هڅه کوو چې په لوړ او صحي کیفیت سره خواړه تیار کړو.))
په ورته وخت کې د هرات ولایت د عامې روغتیا ریاست د ویاند محمد توفیق شېرزي په خبره د دغه ولایت په روغتیایي مرکزونو کې ناروغانو ته درې وخته د نورم مطابق خواړه ورکول کېږي: ((د هرات په ولایت کې د عامې روغتیا وزارت د نورم مطابق خواړه ورکول کېږي.))
محراب الدین د ننګرهار په حوزوي روغتون کې بستر ناروغ دی، نوموړی وايي: ((روغتون کې د خوړو کیفیت ډېر ټیټ دی او ناروغان مجبور دي چې له بهر څخه خواړه واخلي.))
خو د دغه ولایت د حوزوي روغتون رییس ډاکتر احسان الله شینواری بیا وایي ناروغانو ته د شوي قرارداد مطابق خواړه ورکول کېږي: ((د عامې روغتیا وزارت د قرارداد له مخې د Health Net موسسې ته بودجه ورکوله کېږي او د دغه روغتون لپاره همدغه موسسه غذایي مواد برابروي، چې مونږ همدلته غذایي مواد خپله اخلو، پخوو یې او ناروغانو ته یې په وخت رسوو او نظر بودجې ته د غذایي توکو کیفیت هم ټاکل کېږي.))
په ورته وخت کې د ننګرهار ولایت د عامې روغتیا ریاست مرستیال ډاکتر شعیب سهاک هم وایي چې د دغه ریاست اړوند مسوولین ټول غذایي مواد چک او کنټرولوي: ((موږ غذایي مواد له تسلیمۍ وړاندې ګورو، که د قرارداد مطابق وي قبلېږي او که د قرارداد مطابق نه وي بیرته رد کېږي.))
د نوموړي په خبره، د عامې روغتیا وزارت له لوري د کمې بودیجې منظورېدل د دې سبب کېږي چې مونږ ناروغانو ته هم اقتصادي خواړه انتخاب کړو.
که څه هم په هلمند او کندهار ولایتونو کې ناروغان د خوړو له کیفیت څخه راضي ښکاري خو ناروغانو ته د ډاکترانو له نه پاملرنې شکایت کوي: ((خواړه مو ښه دي خو ډاکتران ناروغانو ته پاملرنه نه کوي.))
ډاکتر محمد صادق چې کندهار ولایت د میرویس روغتون کې دنده لري، له کلید سره په خبرو کې وویل چې په دغه روغتون کې د ناروغانو لپاره د هغه معیاري مینو له مخې خواړه ورکول کېږي، چې د عامې روغتیا وزارت له لوري ټولو روغتیایي مرکزونو ته ور پېژندل کېږي: ((هغه خواړه چې ناروغانو ته ورکول کېږي د مکملې انرژۍ لرونکي دي.))
ډاکتر محمد صادق وایي، دوی د ماشومانو لپاره په خپل روغتون کې یو ډول مخصوصې شیدې لري: ((هغه ماشومان چې په خوارځواکۍ اخته وي، مونږ د دوی لپاره یو ډول ځانګړې شیدې لرو چې د ضرورت په وخت د یادو ماشومانو لپاره دغه شیدې توصیه کېږي.)) د نوموړي په خبره د سهار له مخې کله چې ډاکتران د ناروغانو څخه لیدنه کوي دوی د ناروغانو لپاره خواړه توصیه کوي او نرسنګ ادارې له لوري آشپزخانې ته د ناروغانو لپاره د خوړو جوړولو سپارښتنه کېږي.

 

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA