ads

((طالبان کمزوري شوي او هیله مندي شته چې د سولې خبرې پیل شي))

که څه هم افغانستان لپاره د امريکا په نوې تګلاره کې طالبانو سره په جګړې ټينګار شوى، خو د سولې عالي شورا بیا د خپلې نوې کړنلارې له مخې طالبانو سره د سولې خبرو ته دوام ورکوي.

نویسنده: sarwan
3 لړم 1396
((طالبان کمزوري شوي او هیله مندي شته چې د سولې خبرې پیل شي))

که څه هم افغانستان لپاره د امريکا په نوې تګلاره کې طالبانو سره په جګړې ټينګار شوى، خو د سولې عالي شورا بیا د خپلې نوې کړنلارې له مخې طالبانو سره د سولې خبرو ته دوام ورکوي.
د يادې شورا مشر محمد کريم خليلي وايي، چې د جګړې د پاى ته رسولو لپاره به د خپلو هڅو د ګړندي کولو تر څنګ ددې ادارې کمزوري ټکي اصلاح کوي او د هېواد په بېلابېلو سیمو کې به د جګړې عاملین هم په ګوته کېږي.
د سولې عالي شورا په نوې ګړنلاره کې يوازې له افغان طالبانو سره د سولې په خبرو ټينګار شوى، ځکه چې افغاني ريښې لري، خو له نورو ډلو سره به افغانستان دولت د جګړې له لارې مخته ځي.
په کړنلاره کې د سيمې په کچه د اجماع پر جوړولو ټينګار شوى، ځکه چې دا شورا د افغانستان د جګړې ریښې له هېواده بهر بولي، له همدې امله له نړیوالې ټولنې غواړي په هېواد کې د سولې بهیر د بریالي کېدو لپاره باید سیمه يیزه او له سیمې اخوا اجماع رامنځته شي.
د ننګرهار د سولي شورا ولايتي کمېټه وايي، د پخوا په پرتله سولې لپاره د حکومت قوي اراده، د وسله والو مخالفينو کمزوري کېدل او په څو ډلو وېشل به دغه امکان زيات کړي.
د سولې ولایتي کمیټې د دارالانشاء مشر راحت ګل زیارمل له کلید سره په خبرو وویل، اوس هیلې ډېرې شوي، چې وسله وال طالبان سولې ته غاړه کېږدي.: (( په حکومت کې دننه هم له پخوا اوس سولې ته ارادې قوي شوي دي او وسله وال هم په څو ډلو وېشل شوي، چې تمه ده د سولې خبرې ژر پیل شي.))
زیارمل زياتوي، د سولې شورا په نوې رهبرۍ او ستراتیژۍ سره حکومت او نړیوال متحدین یې اړ شوي، ترڅو د وسله والو طالبانو په ملاتړ کوونکو هېوادونو فشار زیات او دوی د سولې خبرو ته کېنوي.
هغه په دغه برخه کې حزب اسلامي سره د افغان حکومت د سولې ترسره کېدل هغه څه یاد کړل، چې ولس او حکومت دواړه یې غوښتونکي وو.: (( خلک نور له جنګ نه ستړي شوي دي او د وسله والو ملاتړي هېوادونو هم اوس اصلي خبره درک کړې ده.))
په همدې حال کې بیا د چارو یو شمېر کارپوهان هم د وسله والو طالبانو پر وړاندې د امریکا او افغان حکومت دریځ هغه څه بولي چې طالبان یې په څو ډلو وېشلي او له دغه فرصته په ښه ډول د سولې خبرو راتګ ته لاره هواروي.
د سیاسي چارو کارپوه غفور احمد جاوید وايي: (( د امریکا د جمهور رییس ستراتیژۍ طالبان په څو ډلو وېشلي او ډېری وسله وال اوس د سولې راتګ ته لېواله شوي دي، خو که افغان حکومت ورڅخه په ښه ډول استفاده وکړي.))
مدني فعال اسدالله ښالېز وایي، نړیوال هېوادونه اوس په دې پوه شوي، ترڅو چې پاکستان د وسله والو طالبانو له ملاتړه لاس وانه خلي نو د افغان سولې شورا په رهبرۍ کې بدلون او ستراتیژۍ سره سره هېڅ هم نه کېږي.
هغه وایي، اوس په دغه برخه کې امریکا او متحدین یې پوه شوي او هیله مندي شته چې نسبي د سولې خبرې پیل شي.: (( افغان سولې بریالي کېدو لپاره اوس یو څه چانسونه ډېر شوي دي، یو دا چې افغان حکومت او متحدین یې په پاکستان باندې فشار راوستی، ترڅو د وسله والو له ملاتړه لاس واخلي. بل مسله که د نوې ستراتیژۍ یادونه کوو، هغه به دومره مهمه نه وي.))
لیکوال او ژونالیست عبدالله هوډ بیا د سولې شورا له لوري وسله والو طالبانو سره د سولې خبرو لپاره نوې ستراتیژۍ هم نیمګرې بولي او وایي، چې په هلو ځلو سره به یې نسبي چارې پیل شي.
هغه زیاتوي، چې افغانستان کې د دایمې سولې په اړه باید له پاکستان سره یو شمېر لوی مسایل حل او له هغې وروسته هیلې ډېرېږي.: (( نسبي سوله به راشي، خو د دایمې سولې د راتګ لپاره افغان حکومت ډېری لوی مسایل لري، چې باید له پاکستان سره یې حل کړي، مثلا د ډیورنډ مسله، د اوبو مسله او نور..))
افغان حکومت کلونه د سولې عالي شورا له لارې طالبان سولې ته راوبلل، چې پرمټ یې یو شمېر وسله والې ډلې حکومت سره یوځای شوې؛ خو د روانې جګړې پر څرنګوالي یې کومه څرګنده پایله نه ده ورکړې.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA