ads

کونړ کې د افغانستان لاس موټرو ته د پلېټونو د وېش لړۍ پيل شوه

په کونړ کې د افغانستان لاس بې پلېټه موټرو ته د پلېټونو د وېش لړۍ پيل شوه.
د کونړ ولايت د رسنيو له دفتره کليد ته په را استول شوې خبرپاڼه کې راغلي، د ملي امنيت شورا د ۸۹ يمې مصوبې په اساس ټولو هغو موټرو ته، چې د افغانستان لاس اشترنګ لري، پلېټونه وېشل کېږي.

نویسنده: sarwan
2 لړم 1396

په خبرپاڼه کې د والي وحيدالله کليمزي له قوله ويل شوي، په هېواد کې زياتره نقليه وسايط، چې له قانوني اسنادو پرته تګ راتګ کوي، په تروريستي پېښو کې هم ترې استفاده کېږي.
د هغه په وينا، د امنيت شورا د مصوبې له مخې، د افغانستان لاس لرونکو موټرو ته د قانوني مراحلو ترسراوي په پار شپږ مياشتني پلېټونه ورکول کېږي، چې له ګمرکي محصول وروسته به ورته دايمي پلېټونه او جواز سير ورکړل شي.
سرچينه زياتوي، هغه موټرونه، چې د ښي لاس اشترينګ لرونکي دي، له ثبتولو وروسته به په ټاکلې موده کې پرزه شي او د سرغړونې په صورت کې به ورسره قانوني چلند وشي.
په کونړ کې د افغانستان لاس موټرو ته په داسې حال کې د پلېټ ورکولو لړۍ پيل شوې، چې د معلوماتو له مخې، په دغه ولايت کې ډېری موټر هېڅ اسناد نه لري.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA