ads

کابل کې ملي امنيت د حقاني شبکې د تروريستي بريدونو اصلي طراح نيولی

د ملي امنيت عمومي رياست وايي، کابل کې يې د حقاني شبکې هغه غړی نيولی، چې د دې ډلې د تروريستي بريدونو اصلي طراح و.

نویسنده: sarwan
2 لړم 1396
کابل کې ملي امنيت د حقاني شبکې د تروريستي بريدونو اصلي طراح نيولی

د ملي امنيت عمومي رياست وايي، کابل کې يې د حقاني شبکې هغه غړی نيولی، چې د دې ډلې د تروريستي بريدونو اصلي طراح و.

له دغه رياسته خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، نيول شوی کس ملا سورګل نومېږي، چې په مولوي بشير موسهي مشهور و.

سرچينه زياتوي، ملاسورګل د وسله والو طالبانو يو مهم غړی دی، چې د پاکستان له استخباراتي ادارې، حقاني شبکې او القاعدې سره يې هم همکاري کوله.

د سرچينې په وينا، نيول شوي کس د تېرو دولسو کلونو په تروريستي بريدونو کې د لاس لرلو ترڅنګ کابل ته د ځانمرګو بريد کوونکو په لېږدولو کې هم بشپړه همکاري کوله.

د خبرپاڼې له مخې، ملا سورګل پر تخريبي او تروريستي کړنو سربېره د کورنيو او بهرنيو پانګه والو په تښتونه کې هم مهم رول درلود، چې د يادو کړنو له ترسره کولو وروسته به د لوګر په خروار ولسوالۍ او ميدان وردګ ولايت کې پټېده.

د ملي امنيت عمومي رياست همدارنګه وايي، نوموړي له يوه پاکستاني جنرال څخه د يونيم ميليون کلدارو په مقابل کې د خالد بن وليد په نوم يوه نوې جبهه جوړه کړې وه.

په خبرپاڼه کې زياته شوې، مولوي بشير موسهي په بېلابېلو ولايتونو کې د يو شمېر ډلو مشري پر غاړه لرله، چې په لاندې ډول دي:

  •  مولوي نافذ په لوګر کې د ۵۱ نفرو سرګروپ
  •  مخلص د کابل په موسهي کې د ۲۰ نفرو سرګروپ
  •  ميوند د لوګر په خروار کې د ۱۰ نفرو سرګروپ
  •  مولوي عابد د پکتيا په زرمت کې د ۸۰ نفرو سرګروپ
  •  کامران په خوست کې د ۷ نفرو سرګروپ
  •  ريحان د لوګر په محمد اغې کې د ۳۰ نفرو سرګروپ
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA