ads

پکتيکاوال له خپلو روغتيايي خدماتو شکايت کوي

د پکتيکا ولسونه وايي، د دې ولايت په روغتيايي مرکزونو کې د متخصصو ښځينه ډاکټرانو د نه شتون ترڅنګ د لرې پرتو ولسواليو خلک د دولت له روغتيايي خدمتونو بې برخې دي.

نویسنده: sarwan
2 لړم 1396
پکتيکاوال له خپلو روغتيايي خدماتو شکايت کوي

د پکتيکا ولسونه وايي، د دې ولايت په روغتيايي مرکزونو کې د متخصصو ښځينه ډاکټرانو د نه شتون ترڅنګ د لرې پرتو ولسواليو خلک د دولت له روغتيايي خدمتونو بې برخې دي.
بلخوا د دغه ولايت روغتيايي کار کوونکي که څه هم تر يوه بريده دا ستونزې مني، خو زياتوي، د پکتيکا نفوس خورا زيات او روغتيايي پرسونل کم دی، چې له کبله يې خلکو ته سالم او په وخت روغتيايي خدمتونه نه رسېږي.
د پکتيکا ولايت د مرکز ښرنې اوسېدونکی سلام الدين وايي، د دې ولايت په مرکزي روغتون کې يوه متخصصه ډاکټره هم نشته چې له امله يې ښځينه ناروغ لرونکي له ګڼو ستونزو سره مخ دي.
دی همدارنګه په ياد روغتون کې د درملو او معايناتو د نه شتون تر څنګ زياتوي چې ډاکټران هم په خپل ټاکلي وخت دندو ته نه حاضرېږي.
د پکتيکا ولايت د وازېخوا اوسېدونکی شېرخان چې د ښرنې ملکي روغتون ته يې ناروغ وړی وايي، څه پيسې يې چې لرلې د لارې پر کرايه او ناروغ ترې لاړې، نو اړ شو چې په ښرنه ښار کې په خيرات غوښتلو پيسې راټولې او د خپل ناروغ درملنه وکړي.
د پکتيکا ولايت د عامې روغتيا رييس ډاکټر ولي ګل خروټي که څه هم په روغتيايي برخه کې دغه ټولې ستونزې نه ردوي، خو وايي پکتيکا سرحدي ولايت دی او ولسواليو ته ډېرې غځېدلې لويې لارې يې خامې دي او زيات نفوس لري چې شته روغتيايي کار کوونکي دوی لپاره بسنه نه کوي.
دی وايي تر پخوا په دې ولايت کې روغتيايي خدمتونه ښه شوي، خو که د مرکز په ګډون د ولسواليو صحي مرکزونه ارتقاع وکړي، نو ولسونو ته به لا ښه خدمتونه وړاندې کړي.
د پکتيکا والي محمدالياس وحدت په دې اړه له کليدسره په خبرو کې که څه هم د ولسونو دغه ټولې ستونزې مني، خو وايي په دې ولايت کې ښځينه ډاکټرانې کار کولو ته زړه نه ښه کوي.
دی وايي، که چېرې ښځينه متخصصې ډاکټرانې وغواړي، چې په پکتيکا کې کار وکړي نو دوی او ان ټولې کورنۍ او اولادونو ته به يې د ژوند کولو ټول سهولتونه برابر کړي.
بل پلو ځينې مدني فعالان بيا وايي، په پکتيکا کې شاوخوا ۴۰ بې جوازه شخصي روغتيايي مرکزونه فعاليت کوي، چې خدمتونه يې ناسم او يوازې د پيسو ګټلو په موخه دي.
دوی زياتوي، چې تر اوسه يې دولت د جواز لرلو او يا نه لرلو پوښتنه هم نه ده کړې، خو د پکتيکا والي بيا دغه ستونزه د ټول هېواد په کچه بولي او زياتوي چې په پکتيکا کې يې د دغو روغتيايي مرکزونو له مسوولينو غوښتي، چې ژر تر ژره د فعاليت جواز واخلي او په معيار برابر روغتايي خدمات وړاندې کړي.
د يادونې وړ ده، چې اوس مهال په پکتيکا کې د موبايل يا ګرځنده کلينيکونو په ګډون ټولټال ۴۷ روغتيايي مرکزونه فعاليت کوي، چې د دې ولايت پر ولسونو سربېره له ګاونډيو ولايتونو غزني او پکتيا هم خلک ورته د ناروغۍ د درملنې لپاره سفر کوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA