ads

د ملي امنيت ځانګړو ځواکونو په مومندره کې عمليات کړي

د ملي امنيت ځانګړو ځواکونو تېره شپه د ننګرهار ولايت په مومندرې ولسوالۍ کې عمليات ترسره کړي دي.
د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوګياڼي کليد ته وويل، دغه عمليات د ملي امنيت ځانګړو ځواکونو (صفر دوه قطعې) د مومندرې ولسوالۍ په ۲۹مې ويالې سيمه کې ترسره کړي، چې په ترڅ کې يې تلفات هم اوښتي دي.

نویسنده: sarwan
2 لړم 1396

نوموړي دا ونه ويل، چې په دغو عملياتو کې چا ته تلفات اوښتي دي.
بل لور ته له سيمې يو شمېر سرچينو کليد ته وويل، چې د تېرې شپې په عملياتو کې اووه ملکي وګړي، چې څلور يې د يوې کورنۍ غړي دي، هم وژل شوي.
د حکومت مخالفو وسله والو تراوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA