د سولې او ژوند لپاره د ورزشکارانو او ځوانانو زر کسيز کمپاين په ترڅ کې د لغمان زر تنو ورزشکارانو هغه لويه ټوټه، چې (ملګري ملتونه دې په افغانستان کې د سولې لپاره رښتينې هلې ځلې وکړي) متن پرې ليکل شوی و، له لاسليکولو وروسته والي عبدالجبار نعيمي ته وسپارله او غوښتنه يې ترې وکړه، چې د دوی دغه پيغام دې په کابل کې د ملګرو ملتونو دفتر ته وسپاري.
دې ورزشکارانو او ځوانانو، چې د يکشنبې په ورځ د المپيک امريت اړوند د بېلابېلو سپورټي لوبو لپاره په جوړ شوي جمنازيوم کې راټول شوي وو، پر ملګرو ملتونو غږ وکړ، چې په افغانستان کې دې د سولې او امن د ټينګښت لپاره رښتينې هلې ځلې وکړي او نور دې د افغانانو وينو تويولو ته د پای ټکی کېښودل شي.
د سولې او ژوند لپاره د ورزشکارانو او ځوانانو زر کسيز کمپاين په ترڅ کې د غونډې ګډونوالو ورزشکارانو د دولت پر وسله والو مخالفينو هم غږ وکړ، چې د بې ګناه انسانانو له وژلو او د هېواد له بربادۍ دې لاس واخلي، سوله دې وکړي او د يو اباد، پرمختللي او په ځان بسيا افغانستان لپاره دې له اوسني نظام سره يو ځای ګډ کار وکړي.
د يادونې وړ ده، چې په غونډه کې د يو شمېر ورزشکارانو د تقدير ترڅنګ بېلابېلې سپورټي نندارې هم ترسره شوې.