ads

جمهور رئيس غني د ځمکني ټرانسپورټ د ستونزو پر حل ټينګار وکړ

جمهور رئيس محمد اشرف غني تېر مازديګر په ارګ کې د يو شمېر بار وړونکو موټرو خاوندانو او د ټرانسپورټ استازو سره په کتنه کې د ځمکني ټرانسپورټ د ستونزو پر حل ټينګار وکړ.

نویسنده: sarwan
30 تله 1396
جمهور رئيس غني د ځمکني ټرانسپورټ د ستونزو پر حل ټينګار وکړ

جمهور رئيس محمد اشرف غني تېر مازديګر په ارګ کې د يو شمېر بار وړونکو موټرو خاوندانو او د ټرانسپورټ استازو سره په کتنه کې د ځمکني ټرانسپورټ د ستونزو پر حل ټينګار وکړ.
د جمهوري رياست مطبوعاتي دفتر وايي، د ختيځ لين د موټر لرونکو رئيس عبدالرحمن او رئيس خان د نورو په استازيتوب د خبرو په مهال د بار وړونکو موټرو د اسنادو، په ګمرکونو او لويو لارو کې له دوی څخه د بډو اخيستلو، د موټر چلوونکو د ځورولو او د استوګنې ښارګوټو ستونزې د هېواد له جمهور رئيس سره شريکې کړې.
وروسته جمهور رئيس غني د ټرانسپورټ وزارت مسوولينو ته لارښوونه وکړه، چې د بار وړونکو موټرو د اسنادو تصفيې لپاره دې يو کمېسيون وټاکي، ترڅو په تورخم او سپين بولدک کې د يادې ستونزې د حل په برخه کې مرسته وکړي.
هغه د کورنيو چارو او ټرانسپورټ وزارتونو مسوولينو ته امر وکړ، هغه کسان چې په ګمرکونو او لويو لارو کې له بار وړونکو موټرو بډې اخلي او يا يې ځوروي، له تشخيص وروسته دې د څېړنو په هدف عدلي او قضايي ارګانونو ته ور وپېژني.
د غونډې په مهال د ننګرهار او کندهار ګمرکونو د وارداتي توکو د تخليې او انتقالاتو په اړه د جمهور رئيس حکم هم ولوستل شو، چې په کې راغلي، هغه وارداتي توکي، چې د ټرانزيټ په بڼه يادو ګمرکونو ته راوړل کېږي، هلته دې تخليه، د داخلي خصوصي ټرانسپورټ په وسيله دې دوباره بار او د هېواد ټولو نقطو ته دې ولېږدول شي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA