ads

کندوزيان: د سره صليب د کمېټې د دفتر تړل کېدلو ستونزې راولاړې کړي

کندوزيان وايي، په دې ولايت کې د سره صليب کمېټې د دفتر تړل کېدل د کندوزيانو په حق کې ستره جفا ده او دولت بايد د بهرنيو خيريه بنسټونو د امنيت په ساتلو کې کوټلي ګامونه پورته کړي.

نویسنده: sarwan
29 تله 1396
کندوزيان: د سره صليب د کمېټې د دفتر تړل کېدلو ستونزې راولاړې کړي

کندوزيان وايي، په دې ولايت کې د سره صليب کمېټې د دفتر تړل کېدل د کندوزيانو په حق کې ستره جفا ده او دولت بايد د بهرنيو خيريه بنسټونو د امنيت په ساتلو کې کوټلي ګامونه پورته کړي.
د کندوز ولايت مدني فعال رفيع الله هدايت کليد ته وويل، د سره صليب د بشري مرستو خيريه بنسټ دی چې تل يې عامو خلکو ته مرسته رسېدلې او هېڅ ډلې پورې تړاو نه لري او له دولته غواړي افغان حکومت بايد د داسې دفترونو امنيت ته جدي پام وکړي.
د کندوز اوسېدونکی جمالدين فروتن بيا وايي، چې د سره صليب د دفتر تړل کېدل کندوزيانو ته ستر زيان دی او دولت بايد د ياد دفتر په بېرته پرانيستلو کې ګړندي ګامونه پورته کړي، ځکه چې ياد دفتر د تل لپاره د لرو پرتو سيمو بې وزله خلکو ته خوراکي توکي وېشلي او خلکو ته يې د پاکو اوبو د ورکړې په برخه کې لسګونو د اوبو څاګانې جوړې کړې دي.
په ورته وخت کې بيا د کندوز ولايت امنيې قومندان جنرال عبدالحميد حميدي وايي، چې د سره صليب دفتر د خپلو داخلي ستونزو له کبله تړل شوی، نهد د ناامنيو له کبل.
د حميدي په وينا، دوی د ياد دفتر مسوولينو ته د پوره ډاډمن امنيت خبر ورکړی دی خو په خبره يې تراوسه د سره صليب کمېټې غبرګون نه ښودلی.
د يادونې وړ ده، چې څو ورځې وړاندې د سره صليب د کمېټې مشر په کابل کې په يوه خبري ناسته کې وويل، چې د ناامنيو له کبله دوی خپل دفترونه په کندوز او فارياب ولايتونو کې تړي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA