سيمه ييز چارواکي وايي، د هرات په شينډنډ ولسوالۍ کې د سړک غاړې ماين چاودنې څلور ملکي وګړي ټپيان کړي دي.
د هرات د والي وياند جېلاني فرهاد کليد ته وويل، چې دا پېښه تېره ورځ مازديګر د يادې ولسوالۍ سملان کلي کې هغه مهال شوې، چې يو سراچه ډوله موټر په خښ کړل شوي ماين وربرابر شو.
د فرهاد په وينا، په دغه چاودنه کې د دوو ماشومانو په ګډون يوه مېرمن او يو سړی، چې د شينډنډ د اوکل سيمې اوسېدونکي وو، ټپيان شوي دي.
هغه زياتوي، دغه ماين د وسله والو طالبانو له لوري خښ کړل شوی دی.
د سرچينې په وينا، ټپيان د يادې ولسوالۍ مرکزي روغتون ته لېږدول شوي او حالت يې د اندېښې وړ نه دی.
دا په داسې حال کې ده، چې د سړک غاړې ماينونه ډېری وخت ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړوي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ