ads

لغمان کې نيمايي ښوونځي ودانۍنه لري

لغمان ولايت کې اوسمهال نږدې نيمايي ښوونځي ودانۍ او نور اړين توکي نه لري.
د دې ولايت د پوهنې رييس محمد حضرت مجددي له والي عبدالجبار نعيمي سره په ليدنه کې وويل، چې په دغه ولايت کې له فعالو ٢٩٨ ښوونځيو څخه يې ٤٣ سلنه ودانۍ، ٥٠ سلنه يې د څښاک پاکې اوبه، ٤٨ سلنه يې تشنابونه او ٦٧ سلنه يې احاطوي دېوالونه نه لري.

نویسنده: sarwan
27 تله 1396

د مجددي په خبره، ۱۲ بابه ښوونځي د سېلابونو له جدي ګواښ سره مخ دي او استنادي دېوالونو ته اړتيا لري.
مجددي زياتوي، د برېښنا د منظمې شبکې نه شتون، د سپورت معياري لوبغالي، د مسلکي ښوونکو نشت، د درسي کتابونو کمښت او د ښوونيزې څارنې د غړو لپاره د ترانسپورټ نشتوالى هغه ستونزې دي، چې د لغمان ولايت معارف ورڅخه سرټکوي.
اوسهال په ټول لغمان کې ۳۰۷ ښوونځي فعاليت کوي، چې له ډلې يې ۲۸۹ دولتي و نور يې خصوصي ښوونځي دي.
خو په ياده غونډه کې والي عبدالجبار نعيمي ډاډ ورکړ، چې ژر تر ژره د دې ولايت د معارف شته ستونزې حل کړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA