د ملي دفاع وزارت چارواکي وايي، د کندهار په ميوند ولسوالۍ کې د ملي اردو په مرکز تېره شپه شاوخوا دوه بجې او پنځوس دقيقې د وسله والو طالبانو له لوري په ډله ييز بريد کې د ملي اردو ۵۲ سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د افغانستان د ملي فاع وزارت وياند دولت وزيري کليد راډيو ته وويل، چې په دې بريډ کې د ملي اردو ۴۳ سرتېري وژل شوي دي او نهه تنه نور ټپيان دي.
د دولت وزيري د معلوماتو پر بنسټ، په دې کمپ کې ۶۰ تنه سرتېري موجود وو، چې دوه تنه روغ راوتلي او شپږ تنه ورک دي.
ملي دفاع وزارت زياتوي، د ۲۱۵ ميوند قول اردو قومندان د دې پېښې د څېړنې په موخه سيمې ته ورغلی دی.
د دې بريد مسووليت وسله والو طالبانو پر غاړه اخيستی او ادعا يې کړې چې اوسمهال ياد مرکز د دوی په ولکه کې دی.
دا په داسې حال کې ده، چې د همدې اونۍ د دوشنبې او سې شنبې په ورځو کې هم وسله والو طالبانو د پکتيا پر امنيې قومندانۍ او غزني کې په اندړو ولسوالۍ بريدونه وکړل، چې شاوخوا ۴۰۰ تنو امنيتي او ملکي وګړو ته په کې مرګ ژوبله واوښته.