ads

د ملي يووالي حکومت د کډوالو په ژوند د جوړ شوي فلم ستاينه وکړه

د ملي يووالي حکومت چارواکو د هغه فلم ستاينه وکړه، چې په کې د افغانو کډوالو ژوند انځور شوی و.
ياد فلم چې (اشکهای بې صدا) يې نوم دی، د کډوالو ژوند په کې په تصويري بڼه ښودل شوی، د عباس محمدي او د وحدت فلم جوړونې په همکارۍ تېره ورځ کابل کې نندارې ته وړاندې شو.

نویسنده: sarwan
27 تله 1396

په دې فلم کې د کډوالو هغه ژوند انځور شوی، چې کډوال يې نورو هېوادونو ته په ورتګ کې تېروي.
د اجرايه رياست دويم مرستيال محمد محقق چې د فلم د نندارې په مراسموکې يې ګډون کړی و له ليکوالو او خلکو وغوښتل، چې د افغان مهاجرينو ستونزې دې په فلمونو، کتابونو او نورو مقالو کې انځور وړاندې کړي.
په ورته وخت کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سلاکار سيد رضا حسيني ميثم چې د ياد فلم نندارې کې ګډون کړی و وويل، ملي او فرهنګي توپيرونه، د کوربه هېوادونو ناسم چلندونه، د ژوند نورې اسانتياوې او د کډوالو قاچاقي سفرونه دې، چې په ستونزو کې دي نړيوالو ته وښودل شي.
دا په داسې حال کې ده، چې د اټکل له مخې ۶ نيم ميليونه افغان کډوالو د نړۍ په نورو هېوادونو کې د ژوند شپې او ورځې تېروي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA