ads

جمهور رييس غني د مخابراتي خدمتونو په ښه والي ټينګار وکړ

جمهور رييس غني هېوادوالو ته د مخابراتي خدمتونو د وړاندې کولو پر چټکتیا ټینګار وکړ.
له ارګه کليد ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې جمهور رييس غني يادې څرګندونې پرون مازديګر د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت له سرپرست او ځينو مسوولينو سره په کتنه کې وکړې.

نویسنده: sarwan
27 تله 1396

خبرپاڼه زياتوي، په جوړې شوې غونډه کې د غوره مخابراتي خدماتو د وړاندې کولو په ځانګړي ډول د سټلايټ له لارې، د انټرنټي خدمتونو د بهير چټکتيا او د مخابراتي قراردادونو په څرنګوالي بحث وشو.
سرچينې د مخابراتو وزارت د مسوولينو له قوله ليکلي، دې وزارت په ۲۰۱۴ کال کې له فرانسوي کمپنۍ سره د سټلايټ مخابراتي خدماتو قرارداد کړی و، چې اوس يې موده پای ته رسېدلې ده.
هغوی زياته کړه، د جنوبي اسيا د سټلايټ خدمتونو د قرارداد کار جريان لري او تر يوې بلې اوونۍ به دا پروسه بشپړه شي او د خدمتونو له پيلولو وروسته به هېوادوال د سټلايت له لارې غوره مخابراتي خدمتونو ته لاسرسی پيدا کړي.
جمهور رييس ويلي، خلک د مخابراتي خدمتونو له وړاندې کولو خوښ نه دي او د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ له وزارته يې غوښتي، چې پر داخلي ظرفيت جوړونه کار وکړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA