ads

کابل کې د يوه ترهګر بريد مخنيوی وشو

د کورنيو چارو وزارت وايي، کابل ښار کې امنيتي ځواکونو يو تن، چې غوښتل يې ترهګر بريد ترسره کړي نيولی دی.
له ياد وزارته په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، يو تن چې په بايسکل کې يې چاودېدونکي توکي ځای پر ځای کړي وو، غوښتل يې د کابل چهاراسياب ولسوالۍ کې چاودنه ورکړي.

نویسنده: sarwan
26 تله 1396

خبرپاڼه زياتوي، ترهګر غوښتل يو ځل بيا په چهاراسياب ولسوالۍ کې ملکي وګړي په نښه کړي، خو د امنيتي ځواکونو له لوري نيول شوی دی.
د سرچينې په خبره اوسمهال له ياد بريدګرو څخه څېړنې پيل شوې دي.
دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې وړاندې هم امنيتي ځواکونو له چاوېدونکو توکو ډک موټر نيولی و او له ترهګر بريده يې مخنيوی وکړ.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA