ads

د کابل ښار په يوولسمه حوزه کې جنايي جرمونو کابليان اندېښمن کړي

د كابل ښار د يوولسمې امنيتي حوزې اوسېدونكي شكايت كوي، چې د يادې حوزې اړوندو سيمو كې د جنايي جرمونو كچه لوړه شوې ده.

نویسنده: sarwan
25 تله 1396
د کابل ښار په يوولسمه حوزه کې جنايي جرمونو کابليان اندېښمن کړي

د كابل ښار د يوولسمې امنيتي حوزې اوسېدونكي شكايت كوي، چې د يادې حوزې اړوندو سيمو كې د جنايي جرمونو كچه لوړه شوې ده.

د يوولسمې حوزې اوسېدونكي زياتوي، په ياده سيمه كې په رڼا ورځ سړي تښتونه، وسله والې غلاوې او نور جرمونه ترسره كېږي.

حاجي محمدعارف هغه صراف دى، چې د روانې اونۍ د دوشنبې په ورځ د خيرخانې په سيمه كې يې لومړى موټر د نامعلومو كسانو له خوا پنچرېږي، وروسته چې كله هغه غواړي د خپل موټر ټاير بدل كړي، د يو شمېر وسله والو له خوا لومړى وهل كېږي، زندۍ كېږي او وروسته يې بې هوښه كوي.

نوموړى وايي، چې يادو وسله والو كسانو ترې څلور لكه افغانۍ وړې دي.

دا يوازې حاجي محمدعارف نه دى، بلكې يو شمېر نور صرافان، دوكانداران او عام خلك هم له ياد وضعيت څخه سر ټكوي او وايي، چې دا يوازينۍ پېښه نه ده بلكې له اوږدې مودې راهيسې په ياده سيمه كې ورته پېښې جريان لري او امنيتي ادارې يې په اړه جدي اقدام نه كوي.

خو د صرافانو سربېره د موبايل ټليفونو يو شمېر هټيوال هم د خپل ځاني او مالي امنيت په اړه اندېښنه لري او وايي، چې دوى دې ته اړ شوي چې له خپل كاروبار څخه لاس په سر شي.

د خيرخانې د سراى شمالي په سيمه كې يو تن موبايل پلورونكى وايي، د ورځې په وروستيو كې ناڅاپه څو وسله وال كسان يوه دوكان ته ننوزي او ورته وايي، چې حق يې وركړي، هغه زياتوي، چې كه پيسې ور نه كړي نو په هټيوال بريد كوي اوله سيمې تښتي.

نوموړى زياتوي، چې په داسې پېښو كې پوليس هم ناوخته سيمې ته رسېږي او وسله هم كله چې له سيمې ځي ډزې كوي چې څوك يې مخه ونه نيسي.

په ورته وخت كې د يوولسمې امنيتي حوزې امر جنرال محمدصابر ارين په ياده سيمه كې د جنايي جرمونو د كچې لوړېدل ردوي خو يو شمېر وسله والې غلاوې او د سړي تښتونې يوه پېښه مني او وايي چې په دې اړه هم د دوى پلټنې روانې دي.

د يوولسمې حوزې امر په يادو پېښو كې د تورو شيشو موټرو كارول نه ردوي او وايي، كله چې دوى پلټنې پيل كړي نو غيرمسوول وسله وال نه شي موندلى او هرڅوك چې وسلې لري هغه يې كارت هم لري.

دا يوازې يوولسمه حوزه نه ده، چې د جنايي جرمونو كچه په كې لوړه شوې ده، بلكې د كابل په نورو سيمو كې هم خلك د موټرونو، كورونو او دوكانونو د غلا كولو او په لارو كې د  خلكو له لوټولو شكايت كوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA