وسله والو طالبانو نن سهار شاوخوا لس بجې د پکتيا پر امنيه قوماندانۍ ډله ييز بريد کړی.
د پکتيا د والي وياند عبدالله حسرت کليد ته وويل، تر دوو ځانمرګو بريدونو وروسته، چې يو يې پلي ځانمرګي بريد کوونکي کړی او بل موټر بم بريد و، د امنيتي ځواکونو او وسله والو مخالفينو ترمنځ جګړه روانه ده.
تراوسه د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه معلومات نه دي خپاره شوي.
وسله والو طالبانو د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، چې د پکتيا پر امنيه قوماندانۍ او د پوليسو پر کنډک يې بريدونه کړي او لسګونه سرتېري يې وژلي دي.
دوی زياته کړې، چې جګړه لا روانه ده.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ