په ننګرهار ولايت کې تېره ورځ د يو قوماندان په ګډون لسو داعش وسله والو له جګړې لاس واخيست، خپلې درنې او سپکې وسلې يې دولت ته وسپارلې او د سولې بهير سره يو ځای شول.
د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي د سولې بهير سره د يادو داعشيانو د يو ځاى کېدو په تړاو رسنيو ته وويل، چې دغو وسله والو په اچين او نازيانو ولسواليو کې تخريبي او ترويستي کړنې ترسره کولې.
هغه زياته کړه، د ننګرهار د ملي امنيت ادارې موظفينو په هلو ځلو دې کسانو په خپلو تېرو کړنو پښېماني څرګنده کړه او د سولې بهير سره يو ځاى شول.
د خوږياڼي د معلوماتو له مخې، د سولې بهير سره يو ځای شوو وسله والو خپلې درنې او سپکې بېلابېل ډوله وسلې، چې په کې کلاشينکوفونه، پيکا او تومانچې شاملې وې، هم د ملي امنيت ادارې ته وسپارلې.
د يادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې هم په ننګرهار کې د دولت د وسله والو مخالفو ډلو لسګونه وسله وال د سولې بهير سره يو ځای شوي دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ