ads

د فراه شيب کوه ولسوالۍ سقوط وکړ

د فراه ولايت شيب کوه ولسوالۍ د وسله والو طالبانو په لاس سقوط کړی.
د فراه د ولايتي شورا رئيسه جميله اميني وايي، وسله والو طالبانو تېره شپه له درېيو لورو پر شيب کوه ولسوالۍ بريدونه پيل کړل او نن سهار شاوخوا درې بجې يې تر خپلې ولکې لاندې راوسته.

نویسنده: sarwan
25 تله 1396
د فراه شيب کوه ولسوالۍ سقوط وکړ

د فراه ولايت شيب کوه ولسوالۍ د وسله والو طالبانو په لاس سقوط کړی.
د فراه د ولايتي شورا رئيسه جميله اميني وايي، وسله والو طالبانو تېره شپه له درېيو لورو پر شيب کوه ولسوالۍ بريدونه پيل کړل او نن سهار شاوخوا درې بجې يې تر خپلې ولکې لاندې راوسته.
هغې کليد ته وويل، په نښته کې څلور پوليس وژل شوي او ۱۱ نور ټپيان دي.
اميني د يادې ولسوالۍ د سقوط اصلي علت د فراه ولايت د چارواکو بې پروايي او امنيتي ځواکونو ته د مرستو نه رسېدل ښيي.
هغه ټينګار کوي، چې د شيب کوه ولسوالۍ د سقوط د پلان خبر مخکې چارواکو ته رسېدلی و، خو هغوی هېڅ اقدام نه و کړی.
د فراه د والي وياند محمد ناصر مهري بيا د وسله والو طالبانو په لاس د دې ولسوالۍ سقوط ردوي او وايي، مرستندوی ځواکونه سيمې ته رسېدلي او وسله وال طالبان په شا تمبول شوي دي. د نوموړي په خبره، په جګړه کې يو ملي پوليس وژل شوی او اووه نور ټپيان دي.
مهري د چارواکو د بې پروايۍ په اړه کليد ته وويل، چې هغوی تل هڅه کوي، ترڅو په ټولو ولسواليو کې د مخالفينو شوم پلانونه شنډ کړي.
وسله والو طالبانو د شيب کوه ولسوالۍ د نيولو او ګڼ شمېر سرتېرو ته د مرګ ژوبلې اړولو ادعا کړې ده. دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې مخکې هم د فراه ولايتي شورا د دغه ولايت د احتمالي سقوط خبره او د ځايي چارواکو د پاملرنې غوښتنه کړې وه.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA