د غزني په اندړو ولسوالۍ کې تېره شپه تر موټر بم چاودنې وروسته د امنيتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ جګړه شوې ده.
د غزني د والي وياند محمد عارف نوري کليد ته وويل، چې دغې جګړې نن له غرمې مخکې تر يوولسو بجو دوام درلود.
د هغه په وينا، د لومړنيو معلوماتو له مخې د جګړې په مهال درې پوليس وژل شوي او د اندړو ولسوالۍ د امنيه قوماندان په ګډون اووه پوليس ټپيان دي.
نوري زياته کړه، په موټر بم چاودنه کې له شلو زياتو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
وسله وال طالبان هم دغه جګړه تاييدوي او په کې لسګونو امنيتي سرتېرو ته د مرګ ژوبلې اړولو ادعا کوي.