د ډيورنډ فرضي کرښې اخوا څخه د ننګرهار پر نازيانو ولسوالۍ د هاوان ۶۰ مرمۍ را توغول شوې دي.
د ننګرهار ولايت د رسنيو له دفتره کليد ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې پاکستاني ځواکونو تېره ورځ ناوخته د نازيانو ولسوالۍ پر چرچنو تنګي، نخترناو او بادين سيمو د هاوان ۶۰ مرمۍ را توغولې دي.
سرچينه وايي، دغو بريدونو ولسي وګړو ته هېڅ زيان نه دی اړولی.
د يادونې وړ ده، چې په دې وروستيو کې يو ځل بيا پر سرحدي سيمو پاکستاني ځواکونه توغندي را توغوي، چې ډېر کله ولسي خلکو ته مرګ ژوبله اړوي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ