ads

ننګرهار کې د داعشيانو او طالبانو ترمنځ نښتې شوي

د ننګرهار په خوږياڼو ولسوالۍ کې د داعشيانو او طالبانو ترمنځ نښتو کې دواړو لورو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

نویسنده: sarwan
24 تله 1396
ننګرهار کې د داعشيانو او طالبانو ترمنځ نښتې شوي

د ننګرهار په خوږياڼو ولسوالۍ کې د داعشيانو او طالبانو ترمنځ نښتو کې دواړو لورو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د ننګرهار ولايت د رسنيو دفتر وايي، د خوږياڼو ولسوالۍ د وزيرو تنګي په سيمه کې د تېرو ۲۴ ساعتونو په ترڅ کې د داعش او طالب وسله والو ترمنځ نښتې شوي، چې په مهال يې شپږ داعشيان او درې طالبان وژل شوي او درې نور وسله وال طالبان ټپيان دي.
د سرچينې په وينا، داعشيانو په ياده سيمه کې څلور ملکي وګړي هم وژلي او دوه نور يې ټپيان کړي دي.
داعش او طالب وسله والو تراوسه په دې تړاو څه نه دي ويلي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA