ads

د سوماليا د پېښې مرګ ژوبله له ۵۰۰ واوښته

د سوماليا پايتخت موګاديشو کې وړمه ورځ د لارۍ په وسيله ترسره شوي بمي بريد کې د وژل شوو کسانو شمېر لږ تر لږه ٢٧٦ او د ټپيانو شاوخوا ٣٠٠ ته رسېدلى دى.

نویسنده: sarwan
24 تله 1396
د سوماليا د پېښې مرګ ژوبله له ۵۰۰ واوښته

د سوماليا پايتخت موګاديشو کې وړمه ورځ د لارۍ په وسيله ترسره شوي بمي بريد کې د وژل شوو کسانو شمېر لږ تر لږه ٢٧٦ او د ټپيانو شاوخوا ٣٠٠ ته رسېدلى دى.
چارواکو ويلي، چې د وژل شوو کسانو شمېر ښايي تر دې زيات شي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونيو ګوترس او د نړۍ يو شمېر نورو رهبرانو دا پېښه وغندله.
ګوترس پرون د ټوېټر په يوه پيغام کې ليکلي، د دغه بريد له کبله خواشينى شوى او د تروريزم په وړاندې يې د يووالي غوښتنه کړې ده.
په همدې حال کې د امريکا، بريتانيا او فرانسې رهبرانو هم دا پېښه غندلې ده.
د سوماليا جمهور رئيس پرون د شنبې ورځې تروريستي بريد د قربانيانو له خپلوانو سره د غمرازۍ لپاره درې ورځې ملي وير اعلان کړ.
تراوسه د بريد مسووليت چا پر غاړه نه دی اخيستی، خو د سوماليا حکومت دا د الشباب ډلې کار بللی دی.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA