ads

د بې ځایه شوو بحران

دا چې د افغانستان په بېلا بېلو ولایتونو کې جګړې روانې دي او د دولتي ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ ولسوالۍ لاس په لاس کېږي، په افغانستان کې د خلکو د بې ځایه کېدنې ستونزه هم ورسره لويه شوې ده.

نویسنده: sarwan
24 تله 1396
د بې ځایه شوو بحران

دا چې د افغانستان په بېلا بېلو ولایتونو کې جګړې روانې دي او د دولتي ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ ولسوالۍ لاس په لاس کېږي، په افغانستان کې د خلکو د بې ځایه کېدنې ستونزه هم ورسره لويه شوې ده.
په تېرو شاوخوا ۱۷ کلونو کې په افغانستان کې د بې ځایه کېدنې ستونزه په يوه لوی بحران اوښتې. همدا اوس اوس د پروان د سياګرد ولسوالۍ د فندقستان درې شاوخوا ۹۵ سلنه وګړي په دغه دره کې د حکومت او د حکومت د وسله والو مخالفينو تر منځ د نښتو له کبله بې ځایه شوي دي. دغه کسان که له يوه لوري له خپلو کورونو او مېنو بې ځایه کېږي او د سرپناه او خوړو له ستونزو سره مخ کېږي، له بل لوري يې ماشومان هم له ښوونځیو پاتې کېږي.
که څه هم امنیتي ځواکونه وايي چې د فندقستان ډېری سيمې يې بېرته د حکومت له مخالفو وسله والو پاکې کړې دي او په دې سيمو کې جګړه پای ته رسېدلې، خو داسې سيمې هم شته چې ډېر وخت د جګړو په اور کې پاتې شوې دي او خلک يې همداسې بې کوره دي.
دې ډلې کسانو فکر کاوه چې د لنډ وخت لپاره به له خپل کلي او کور بې ځایه شي او بېرته به ور ستانه شي خو له بده مرغه ډېری کلي اوس مهال د جګړو ډګرونه دي او دوی همداسې بې کوره په سپېره ډاګ پاتې دي.
د ملګرو ملتونو سازمان وروستۍ شمېرې ښيي چې د ۲۰۱۷ ميلادي كال له پيل څخه تر اوسه ۴۷ زره او ۴۰۴ تنه افغانان له خپلو سيمو بې ځايه شوي چې د هېواد د ۲۲ ولايتونو اوسېدونكي دي، د دې سازمان د شمېرو له مخې د بې ځايه شوو ۵۸ فيصده ماشومان دي چې له خپلو سيمو څخه په بې ځايه كېدو سره له زده كړو بې برخې پاتې شوي.
د ملګرو ملتونو سازمان اندېښنه څرګندوي چې كه چېرې حالات همداسې روان وي، ښايي د ۲۰۱۷ كال تر پايه پورې د بې ځايه شوو شمېر ۴۵۰ زرو تنو ته ورسېږي.
دا په داسې حال كې ده چې تېر كال د افغانستان د بيا رغونې لپاره د امريكا د ځانګړي سر څارونکي دفتر يا سيګار د راپور له مخې، په ۲۰۱۶ ميلادي كال كې له ۶۶۰ زره تنو زيات افغانان د خپلو سيمو پرېښودو ته اړ شوي وو.
د ملګرو ملتونو د انساني مرستو د همغږۍ دفتر په هېواد دننه د بې ځايه شويو شمېر يو ميليون ښودلی و، خو په هېواد كې له طبيعي پېښو سره د مبارزې ادارې اعلان كړی و چې شاوخوا ۱۶۱ زره بې ځايه شوې کورنۍ له دې ادارې سره ثبت دي.
افغان دولت او د ملګرو ملتونو سازمان د روان ميلادي كال په پيل كې د بې ځايه شوو وضعيت ته د رسېدنې لپاره د مرستو غوښتنه كړې وه.
افغانستان په ۲۰۱۶ كال كې په دې بريالی شو چې د بې ځايه شوو او د هغه كورنيو وضعيت ته د رسېدنې لپاره چې عاجلو بشري مرستو ته اړتيا لري له ۴۰۰ ميليون ډالره زياته نړيواله مرسته راجلب کړي.
خو سږ کال افغان حکومت تمه لري چې تر پخوا ډېرې نړيوالې مرستې جلب کړي.
وروستۍ شمېرې ښيي چې د بېځايه شوو شمېر يو لك او ۶۱ زره كورنۍ دي، د ټول هېواد څخه د ۱۳۹۶ كال له پيل تر اوسه ۲۸ زره كورنۍ د جګړو، تاوتريخوالو او ناامنيو له كبله بې ځايه شوې چې زياته برخه يې د بغلان، كندز، ننګرهار، هلمند، ارزګان او سرپل له ولايتونو دي او له دې شمېر ۹۲۱۳ كورنۍ بېرته خپلو اصلي مېنو ته بېرته ستنې شوې دي.
له دې کبله حکومت او نړیوالو مرستندويو ټولنو ته ښايي چې په افغانستان کې د بې ځایه شوو کسانو د بحران په کمولو کې کوټلي ګامونه واخلي او له هغو کسانو سره بېړنۍ او اوږدمهاله مرستې وکړي چې د جګړو له کبله له خپلو مېنو بې ځایه کېږي.
که چېرې دغه لړۍ همداسې دوام کوي او هره ورځ په يوه سيمه نه يوه سيمه کې خلک بې ځایه کېږي، نو له يوه لوري دغه کورنۍ د سرپناه او خوړو له ستونزو سره مخ کېږي له بل لوري يې ماشومان هم زده کړو ته له لاسرسي محرومېږي. چې خپله دغه چاره بيا په راتلونکي کې د ددې کليو او سيمو د بې سوادۍ او فقر سبب کېږي. نو له دې کبله په حکومت او نړیوالو مرستندويو بنسټونو غږ کوو چې د بې ځایه شوو کسانو سمدستي لاسنیوی وکړي او پرېنږدي چې د دوی ستونزې تر دې هم ډېرې شي.

 

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA