ads

دور بابا ولسوالۍ کې د اوبو رسونې د شپږو پروژو چارې پيل شوې

د ننګرهار ولايت د دور بابا ولسوالۍ په ګوړکو، چورلالا، تودې چينې او نعمت کليو کې تېره ورځ د کليو د پراختيا او بيارغونې اداري له لوري د څه باندې ۱۷ ميليونه افغانيو په لګښت د اوبو رسونې د شپږو پروژو چارې د يو لړ مراسمو په ترڅ کې پيل شوې .

نویسنده: sarwan
24 تله 1396

په دې مراسمو کې د ننګرهار پر والي سربېره امنيې قوماندان، د دور بابا ولسوال، د کليو د پراختيا او بيارغونې، کرنې او مالدارۍ، ټولګټو چارو او عامې روغتيا ادارو رئيسانو او يو شمېر نورو مسوولينو ګډون کړی و.
د ننګرهار ولايت د رسنيو دفتر څخه خپره شوې خبرپاڼه کې د والي محمد ګلاب منګل له قوله راغلي، د يادو پروژو چارې به د درې مياشتو په موده کې بشپړې شي، چې ورڅخه به نږدې يو نيم زر کورنۍ ګټه واخلي .
بلخوا د کليو د پراختيا او بيارغونې رئيس مجيب الرحمن ضياء وويل، ډېر ژر به د دور بابا ولسوالۍ په پنځو کليو کې د شاوخوا ۱۴ ميليونه افغانيو په لګښت د اوبو رسونې پنځه نورې پروژې هم پيل کړي، چې شاوخوا ديارلس سوه کورنۍ به ورڅخه ګټه پورته کړي .
هغه همدا راز په نږدې راتلونکې کې د دې ولسوالۍ په بېلابېلو سيمو کې د شل کيلو مټره سړک د جغل اندازۍ کولو د چارو پيلېدو خبر هم ورکړ.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA