ads

چشت شريف کې نامعلومو وسله والو د يوې کورنۍ ۳ غړي وژلي

د هرات امنيتي چارواکي وايي، نامعلو وسله والو د ياد ولايت په چشت شری فولسوالۍ کې د يوې کورنۍ درې غړي په ډزو وژلي دي.
د هرات د امينې قومندانۍ وياند عبدالاحد وليزاده کليد ته وويل، چې دغه پېښه تېره شپه هغه مهال شوې، چې نامعلوم وسله وال کسان د يوه اوسېدونکي سيدحيلم کور ته ورغلي وو.

نویسنده: sarwan
23 تله 1396

هغه وايي، په دغه پېښه کې نامعلومو وسله والو کسانو د سيدحليم په ګډون د هغه يو ۱۶ کلن زوی او يوه ۱۹ کلنه لور وژلي دي.
وليزاده د دغې کورنۍ د غړو د وژل کېدو اصلي علت شخصي دښمني ښيي.
د وليزاده په وينا، پوليس په هڅه کې دي، تر څو د دغې پېښې عاملين ونيسي او د قانون منګولو ته يې وسپاري.
د دغې پېښې مسووليت تر اوسه چا پرغاړه نه دی اخيستی.
دا په داسې حال کې ده، چې دوه ورځې مخکې وسله والو طالبانو د هرات ولايت په غوريان ولسوالۍ کې پنځه وروڼه په ډزو سره وژلي وو.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA