د هرات سيمه ييز چارواکي وايي، د امنيتي ځواکونو په ګډو تصفيوي عملياتو کې د ملا عبدالحق په نوم د وسله والو طالبانو يو مشهور قومندان نيول شوی دی.
د هرات د والي وياند جيلاني فرهاد کليد ته وويل، چې د هرات د کرخ ولسوالۍ لپاره ملا عبدالحق د وسله والو طالبانو قومندان او د نظامي کميسيون مشر له دووملګرو سره يو ځای نيول شوی دی.
د فرهاد په وينا، په دغو عملياتو کې يو شمېر وسلې هم د امنيتي ځواکونو لاس ته ورغلې دي.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
کرخ ولسوالۍ د هرات ولايت د امنو ولسواليو څخه ګنل کېږي، خو کله نا کله وسله وال طالبان په کې فعاليت کوي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ