ads

هرات کې و سله والو طالبانو ۵ وروڼه وژلي

د هرات سيمه ييز چارواکي وايي، وسله والو طالبانو د ياد ولايت په غوريان ولسوالۍ کې پنځه وروڼه په ډزو سره وژلي دي.
د هرات د والي وياند جيلاني فرهاد کليد ته وويل، چې دغه پېښه د يادې ولسوالۍ مرکز ته نږدې په ۵۶ کيلومټرۍ کې د چاه ګردنه سيمه کې رامنځته شوې ده.

نویسنده: sarwan
22 تله 1396

فرهاد د دغه کسانو د وژل کېدو اصلي علت د دوو قومونو تر منځ له پخوا شخړې او دښمني ښيي، خو د هغه په وينا تر اوسه څرګنده نه ده، چې ولې وسله والو طالبانو ياد کسان په ډزو وژلي دي.
د سيمې خلک بيا وايي، چې هېڅ قوم له وسله والو طالبانو سره اړيکه نه لري، خو دا معلومه نه ده، چې په څه دليل وسله والو طالبانو د يوې کورنۍ پنځه غړي وژلي دي.
د هرات امنيتي چارواکي وايي، چې د پېښې په اړه د پوليسو پلټنې پيل شوې دي او عاملين به يې د قانون منګولو ته وسپاري.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA