ننګرهار کې د کرنې ریاست اړوند د تخمونو د تحقیق په موخه د ۳۲ میلیونه افغانیو په ارزښت د شپږو بېلابېلو پروژو د بنسټ ډبره کېښودل شوه.
د کرنې اوبو لګونې او مالدارۍ رییس رفیع الله رحیمزی وایي، د بزګرانو د ستونزو حل په موخه یې کرنې او اوبو لګونې وزارت د انکشافي بودیجې څخه د تخمونو د تحقیق لپاره د یوه تحقیقي مرکز اړوند د ترېشر خونه، لابراتور او نورو تخنیکي وسایلو برابرولو د مرکز چارې پیل کړي.
نوموړی وایي، یادې پروژې به په ۱۸ میاشتو کې بشپړې او له دغې لارې به په سلګونه بزګرو ته اسانتیاوې برابرې شي.
په ورته وخت کې د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د کرنې او مالدارۍ په برخه کې د دا ډول پروژو پیل بزګرانو لپاره د حاصلاتو ډېروالي سربېره کاري فرصتونو برخه کې ګټور بولي.
بزګران هم خوشاله دي، چې د یاد مرکز پرمټ به په زیاته کچه اصلاح شوي تخمونه ترلاسه او له درکه به یې د ډېرو حاصلاتو په راټولو ښه ګټه ترلاسه کړي.