د فراه ولايتي شورا ادعا کوي، چې د وسله والو طالبانو مشر ملا هيبت الله اخندزاده فراه ولايت ته ورغلی او له خپلو قومندانو سره يې خبرې کړې دي.
د فراه د ولايتي شورا رييسې جميلې اميني کليد ته وويل، راپورونه ښيي، چې دوه ورځې مخکې د وسله والو طالبانو مشر پشترود ولسوالۍ کې و خو له هغې وروسته معلومات نه لري، چې چېرته دی.
مېرمن اميني وايي، د راپورنو له مخې د وسله والو طالبانو مشر د خپلو قومندانانو د ګمارلو لپاره لوېديځ ولايتونو ته سفر کړی.
اميني زياتوي، د فراه ولايت يو شمېر اوسېدونکو د نا امنۍ له کبله له خپلو سيمو کډه شوې دي.
له بل لوري بيا، د فراه ولايت د والي وياند محمد ناصر مهري فراه ولايت ته د وسله والو طالبانو د مشر سفر ردوي او وايي، چې فراه ولايت د ملا هبت الله د ورتګ اطلاعات نه لري.
دا په داسې حال کې ده، چې تر دې مخکې د کندهار ولايت امينې قومندان ويلي و، چې د وسله والو طالبانو مشر هلمند ولايت ته تللی، خو د هلمند امنيتي چارواکو دا خبره رد کړه.