د فوټبال فدراسيون ولايتي رييسان وايي، چې د فوټبال نړيوال فدراسيون بايد د افغانستان د فوټبال په فدراسيون کې راپورته شوې ستونزې په هر اړخيز ډول وڅېړي او زياته يې کړه، چې د همدې موضوع د څېړنې په موخه د فيفا مرستيال علي کفاشيان نايني او د اسيا د کنفدراسيون استازى وحيد کارداني تېره ورځ سهار کابل ته راغلي دي.
د جوزجان د فوټبال فدراسيون ولايتي رييس امان الله فيضي پرون د په کابل کې د يوې خبرې غونډې پرمهال وويل، چې د فوټبال دغه دوه نړيوال چارواکي د افغانستان د فوټبال په فدراسيون کې د ستونزو د حل په موخه راغلي دي.
دغه راز په دې غونډه کې د کابل د فدراسيون رييس حيات الله لوګر وال وويل چې دغه پلاوى د افغانستان د فوټبال فدراسيون په اړه خپلې موندنې له نړيوال فدراسيون سره شريکوي ترڅو په اړه يې اړينه پرېکړه وکړي. هغه زياته کړه چې دغه پلاوى به د فوټبال فدراسيون د ټاکنو نيټه هم ډېر ژر په ډاګه کړي.
ټاکل شوې وه، چې دغه ټاکنې د راتلونکي کال د وږي مياشتې په ١٦مه ترسره شي خو د فوټبال د نړيوال فدراسيون له لوري دغه ټاکنې نامعلومې نېټې ته وځنډول شوې.
بل لورته د افغانستان د فوټبال فدراسيون هم په خپله رسمي فېسبوک پاڼه ليکلي چې د فوټبال د نړيوال فدراسيون پلاوى افغانستان ته رسېدلى دى ترڅو په دې فدراسيون کې شته ستونزې هوارې کړي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ