ads

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډله هانګ کانګ ته ورسېده

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډله د څلور ورځنۍ لوبې لپاره هانګ کانګ ته ورسيده.
افغان کرېکټ ملي لوبډله به د هانګ کانګ پر وړاندې د انټرکانټيننټل کپ د ګټلو لپاره د اکټوبر په شمله د لوبې ډګر ته ښکته شي.

نویسنده: sarwan
22 تله 1396
د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډله هانګ کانګ ته ورسېده

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډله د څلور ورځنۍ لوبې لپاره هانګ کانګ ته ورسيده.
افغان کرېکټ ملي لوبډله به د هانګ کانګ پر وړاندې د انټرکانټيننټل کپ د ګټلو لپاره د اکټوبر په شمله د لوبې ډګر ته ښکته شي.
د افغانستان کرېکټ بورډ وايي، د هانګ کانګ پر وړاندې څلور ورځنۍ لوبې ته د چمتووالي په موخه، د هندوستان په ګريټر نوېډا لوبغالي کې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې تمريناتي کمپ پای ته رسېدلی او له نوي روزونکي، ډين جونز سره يو ځای هانګ کانګ ته رسېدلې ده.
د هانګ کانګ پر وړاندې په دې سيالۍ کې اصغر ستانکز لوبډلمشر، محمد بني، راشد خان، رحمت شا، جاوېد احمدي، شبير نوري، افسر ځاځی، ناصر جمال، يمين احمدزی، حشمت الله شهيدي، ظاهر خان، دولت ځدراڼ، شرف الدين اشرف، احسان الله جنت او ورسره ګلبدين نايب، سمېع الله شينواری او فريد ملک د احتياطي لوبغاړو په توګه شامل دي.
د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې نوی مشر روزونکی ډين جونز وايي، لوبغاړو ته يې هر اړخيزې عملي او نظري لارښوونې کړې دي او هيله من دی، چې افغان لوبډله د هانګ کانګ پر وړاندې بريا خپله وکړي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA