ads

امريکا د ايران سپاه پاسداران د بنديزونو په لېست کې شامل کړ

د امريکا ماليې وزارت د ايران د سپاه پاسدران انقلابي ځواک د بنديزونو په ليست کې شامل کړ.
سپاه پاسدران ويلي و، چې که امريکا پرې بنديزونه ولګول د ايران د پولې په زر کيلومټرۍ کې به د امريکا پر پوځي اډو بريدونه وکړي.

نویسنده: sarwan
22 تله 1396

د امريکا جمهور رييس ډونلډ ټرمپ تېره ورځ وويل، د خزانې له وزارت څخه يې غوښتي چې د ايران د سپاه پاسداران پر ضد تر ټولو سخت بنديزونه ولګوي.
د امريکا د خزانې وزارت په يوې خبرپاڼه کې ويلي، د ايران پر سپاه پاسداران د دې لپاره بنديزونه لګول شوي چې د سپاه د قدس ځواک د حزب الله، حماس او همداراز افغان طالبانو ملاتړ کوي.
تر دې وړاندې هم ويل شوي و، چې د سپاه پاسداران بهرنۍ څانګه د افغان طالبانو په شمول په بهرنيو هېوادونو کې د سختدريځو او ايران پلوو ډلو ملاتړ کوي.
داسې ويل کېږي، چې سپاه پاسداران د امريکا د بنديزونو له کبله پر امريکايي پوځيانو په کوم هېواد کې بريد وکړي خو دا اندېښنه شته چې په افغانستان کې د طالبانو ملاتړ زيات کړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA