73
۲۱ تله ۱۳۹۶
لیکونکی: عصمت الله مایار

په افغانستان کې تښتول شوې بهرنۍ کورنۍ خوشي شوې ده

د پاکستان پوځ وايي، هغه بهرنۍ کورنۍ خوشي شوط چې پنځه کاله وړاندې په افغانستان کې تښتول شوي وو.

امريکايي ښځه کېتلان کولمن او د هغه کاناډايي مېړه جاشوا بويل ويل کېږي حقاني شبکې تښتولي وو.

د پاکستان پوځ وايي، د امريکا استخباراتو د دغه کورنۍ په اړه معلومات ورکړي وو.

دغه جوړه اوس مهال درې ماشومان هم لري. امريکايي چارواکو هم رسنيو ته ويلي چې دغه کورنۍ د پاکستان پوځ د هڅو په پايله کې خوشي شوې ده.

 

شريکولShare on FacebookShare on Google+Tweet about this on TwitterShare on LinkedIn
ایمیل *
نوم *
ستاسو څرګندونې *