79
۲۱ تله ۱۳۹۶
لیکونکی: حضرت محمد روحاني

د هلمند په دوو ولسواليو او مرکز کې عمليات پيل شول

د هلمند ولايت په دوو ولسواليو او د لښګرګاه ښار په درېيمه ناحيه کې د حکومت د وسله والو مخالفينو پر ضد عمليات پيل شول.

د هلمند مرستيال والي سردار محمد همدرد کليد ته وويل، د پنجشنبې په ورځ د دې ولايت په دوو ولسواليو او د لښکرګاه ښار په درېيمه حوزه کې د افغان ځواکونو له لوري عمليات پيل شوي دي. د نوموړي په خبره د دغه عملياتو په لړ کې د لښکرګاه ښاردرېيمه حوزه (بولان) کې ځينې سيمې هم د وسله والو له شتون پاکې شوې دې .

همدرد وايي چي په دې عملياتو کي د غوڅ ملاتړ ماموريت هوايي ځواک ورسره مرسته کوي.

مرستيال والي زياته کړه چي دغه عمليات به ځکه ورو پرمخ وړل کيږې  چې د ملکي تلفاتو مخه ونيول شي.  همدرد زياتوي چې په دې عملياتوکې يو لړ پرمختګونه هم رامنځ ته شوي دي.

که څه هم تراوسه وسله والو طالبانو د دغه عملياتو په اړه څه نه دې ويلې، خو د يادولو ده چې دغه پيل شوي عمليات ددې ولايت په نادعلي او مارجې ولسواليو او د لښکرګاه ښار په باباجي او بشران سيمو کې پيل شوې او داسې ويل کيږې چې په دې عملياتو کې افغان ځواکونو ۶ کيلومتره پرمختګ هم کړی دی.

شريکولShare on FacebookShare on Google+Tweet about this on TwitterShare on LinkedIn
ایمیل *
نوم *
ستاسو څرګندونې *