ads

ټول هېواد کې د اصلاح شوو کرنيزو تخمونو د وېش لړۍ پيل شوه

د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت وايي،په ټول هېواد کې يې د ۱۰ زره مټريک ټنه اصلاح شوو کرنيزو تخمونو د وېش لړۍ پيل کړه، چې ٢٠٠ زره کروندګر به ترې برخمن شي.

نویسنده: sarwan
19 تله 1396
ټول هېواد کې د اصلاح شوو کرنيزو تخمونو د وېش لړۍ پيل شوه

د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت وايي،په ټول هېواد کې يې د ۱۰ زره مټريک ټنه اصلاح شوو کرنيزو تخمونو د وېش لړۍ پيل کړه، چې ٢٠٠ زره کروندګر به ترې برخمن شي.
له ياد وزارته په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دومره اصلاح شوی تخم به په هېواد کې ۴۰۰ زره جريبه کرنيزه ځمکه کې به کرنيز توکي وکرل شي.
سرچينه زياتوي، د ياد اصلاح شوي تخم مالي لګښت ۶ ميليونه ډالرو ته رسېږي، چې د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت له لوري ورکول کېږي.
د ياد وزارت د روان کال د پروګرام پر بنسټ به دا اصلاح شوي کرنيز تخمونه د هېواد د ۳۴ ولايتونو په ۳۷۱ ولسواليو کې ووېشل شي، چې د غنمو هره بوجۍ به کروندګرو ته د ۷۲۶ افغانيو په بدل کې ورکړل شي.
د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت سرپرست او کانديد وزير نصير احمد دراني په دې اړه ويلي، تمه کېږي راتلونکی کال په هغو سيمو کې، چې اصلاح شوي کرنيز تخمونه په کې کرل کېږي، د غنمو د حاصلاتو کچه له ۲۵ څخه تر ۳۰ فيصدو پورې زياته شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA