ads

هرات کې ۳ تنه د ترياکو د قاچاق په تور نيول شوي

د هرات امنيتي چارواکي وايي، په دوو بېلابېلو پېښو کې درې تنه د ۱۷ نيم کيلو ترياکو د قاچاق په تور نيول شوي دي.
د هرات ولايت د امنيې قومندانۍ مطبوعاتي دفتر څخه کليد په را استول شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې امنيتي ځواکونو په کشک کهنه ولسوالۍ کې يو تن د ۱۶ کيلو ترياکو د قاچاق په تور نيولی دی.

نویسنده: sarwan
19 تله 1396

خبرپاڼه وايي، ياد کس دغه نشه يي توکي په يوه فلانکوچ ډوله موتر کې ځای پرځای کړي وو.
د يو بل خبر له مخې د هرات پوليسو دوه تنه نور هم د يو نيم کيلو ترياکو د قاچاق په تور د ياد ولايت په شيدايي سيمه کې نيولي دي.
د سرچينې په وينا، دغه کسان د پوليسو په يوه چېک پاينټ کې نيول شوي او اوسمهال ورڅخه څېړنې روانې دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA