ads

د کاپیسا امنیې قومندانۍ: په تېرو شپږو میاشتو کې ۲۷۹ تنه د بېلابېلو جرمونو په تور نیول شوي

د کاپيسا امنيتي چارواکي د بېلابېلو جرمونو په تور د دوه سوه نهه اويا تنو د نيول کېدو خبر ورکوي.
د کاپیسا د امنیې قومندانۍ ویاند محمد ایوب یوسفزي کليد ته وويل، ياد ۲۷۹ تنه په تېرو شپږو میاشتو کې د کاپیسا مرکز او بېلابېلو ولسوالیو کې چې مېرمنې هم په کې شاملې دي، نيول شوي دي.

نویسنده: sarwan
19 تله 1396

د نوموړي په وینا په تېرو شپږو میاشتو کې یوازې ۱۹۹ جنايي پېښې رامنځته شوي او ۱۸۸ دوسیې څارنوالۍ ته سپارل شوې دي او په دې اړه د عملیاتو پر مهال ۱۴ میله کلاشینکوف، ۲۷ حلقې ماینونه او یو شمېر مرمۍ هم د پولیسو لاس ته ورغلې دي.
بل خوا د کاپیسا یو شمېر مدني فعالان وايي، د تېرو میاشتو په پرتله اوسمهال په کاپیسا کې د جنايي پېښو ګراف ډېر لوړ شوی، چې باید امنیتي چارواکي ورته پاملرنه وکړي.
د یادونې وړ ده، چې په روانه میاشت کې یوازې د کاپیسا په دویم کوهستان کې د کاپیسا د علماوو شور ريیس، دوه تنه ملي پولیس د نامعلومو کسانو له خوا وژل شوي او د نوموړې ولسوالۍ په بازار کې په یوه چاودنه کې ۹ تنه ملکي وګړي هم ټپیان شوي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA