ads

د بلخ د والي ویاند منير فرهاد باندې وسله وال بريد شوی

امنيتي چارواکي وايي، ناپېژاندو موټرسایکل سپرو وسله والو نن سهار په یو وسله وال برید کې د بلخ د والي ویاند احمد منیر فرهاد ټپي کړی دی.

نویسنده: sarwan
19 تله 1396
د بلخ د والي ویاند منير فرهاد باندې وسله وال بريد شوی

امنيتي چارواکي وايي، ناپېژاندو موټرسایکل سپرو وسله والو نن سهار په یو وسله وال برید کې د بلخ د والي ویاند احمد منیر فرهاد ټپي کړی دی.
د بلخ ولايت د امنیې قوماندانۍ ویاند شېر جان دراني کلید ته وویل، چې نن سهار دوو مخ پټو موټرسایکل سپرو وسله والو پر منیرفرهاد د هغه د کور مخې ته په هغه وسله وال برید وکړ.
نوموړی زیاتوي، فرهاد په دې برید کې ټپي شوی خو روغتیايي حا لت يې ښه دی.
د دراني په وینا تراوسه په دې تړاو څوک نه دي نیول شوي خو د پولیسو له لوري پلټنې پیل شوې دي.
د بريد مسووليت تراوسه چا پر غاړه نه دی اخیستی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA