ads

غور کې پر وسله والو طالبانو هوايي بريدونه شوي

د غور امنيتي چارواکي وايي، چې په دې ولايت کې د امنيتي ځواکونو هوايي عملياتو کې ۱۷ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د غور د امنيه قوماندانۍ وياند محمد اقبال نظامي کليد ته وويل، دا عمليات تېره شپه د مرکز اړوند غلمين سيمه کې ترسره شوي، چې په پايله کې يې لس طالبان وژل شوي او اووه تنه نور ټپيان دي.

نویسنده: sarwan
18 تله 1396

هغه زياته کړه، طالبانو په غلمين سيمه کې ماينونه ښخ کړي، نو ځکه د امنيتي ځواکونو ځمکني عمليات ښه پرمختګ نه لري.
د نظامي په وينا، په ياده سيمه کې د امنيتي ځواکونو د شاوخوا يوې اونۍ عملياتو په ترڅ کې يو د ملي اردو سرتېری او يو سيمه ييز پوليس ټپيان شوي دي.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
شاوخوا دوه مياشتې کېږي، چې د غور ولايت غلمين سيمه د طالبانو تر ولکې لاندې راغلې او اوس مهال هم د هغوی په کنټرول کې ده.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA