ads

هلمند کې سلګونو کورنيو سره د مرستې لړۍ پيل شوه

د هلمند په وروستيو جګړو کې د بولان، فصل باباجي او عينک سيمو زيانمنو شوو ۱۳۰۰ کورنيو سره نن د خوراکي توکو د مرستې لړۍ پيل شوه.

نویسنده: sarwan
17 تله 1396
هلمند کې سلګونو کورنيو سره د مرستې لړۍ پيل شوه

د هلمند په وروستيو جګړو کې د بولان، فصل باباجي او عينک سيمو زيانمنو شوو ۱۳۰۰ کورنيو سره نن د خوراکي توکو د مرستې لړۍ پيل شوه.
د هلمند ولايت د رسنيو دفتر وايي، د مرستې د لړۍ پرانيسته د مرستيال والي بسم الله روحاني او د ولايتي شورا رئيس محمد کريم اتل له لوري وشوه، چې په هر پړاو کې به ۲۰۰ کورنيو ته ووېشل شي.
روحاني وويل، د مرستې لپاره له وړاندې په بولان، فصل باباجي او عينک سيمو کې د يوه ګډ پلاوي له لوري د زيانمنو شوو کورنيو شفافه سروې شوې ده، چې په ډېره منظمه توګه به ورته خوراکي توکي ورکړل شي.
په هلمند کې د طبيعي پېښو په وړاندې د مبارزې ادارې مشر ميرقلم زاهدي وايي، هرې کورنۍ ته ۵۰ کيلو ګرامه اوړه، يوه ډبه غوړي او يوه بوجۍ وريجې ورکول کېږي.
هغه د مرستو پر دوام ټينګار وکړ او زياته يې کړه، چې په راتلونکې کې هم له زيانمنو شوو کورنيو سره د مرستې پلانونه لري.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA