ads

د بغلان – باميان سړک د جوړېدو او سالنګ لويې لارې د اساسي ترميم تړون لاسليک شو

د ټولګټو چارو وزارت او کېنګداو چينايي ساختماني شرکت ترمنځ د ټرانس هندوکش اتصال پروژې تړون لاسليک شو.
د جمهوري رياست مطبوعاتي دفتر وايي، په هغو مراسمو کې، چې د جمهور رئيس محمد اشرف غني په ګډون په همدې مناسبت تېره ورځ په ارګ کې د اقتصاد عالي شورا غونډې په پای کې ترسره شول، د ټولګټو چارو وزارت سرپرست يما ياري او د کېنګداو چينايي ساختماني شرکت استازي ياد تړون لاسليک کړ.

نویسنده: sarwan
17 تله 1396

د سرچينې په وينا، په دې پروژه کې، چې نړيوال بانک يې تمويل او د ټولګټو چارو وزارت يې تطبيقوي، له بغلان څخه تر باميان پورې د ۱۵۲ کيلو مټره سړک او د سالنګ تونل د ترميم په ګډون د ۸۶ کيلو مټره په اوږدوالي د سالنګ لويې لارې اساسي ترميم شامل دی.
د بغلان – باميان لويې لارې پروژې جوړېدل په شپږو برخو وېشل شوي، چې د لومړۍ او شپږمې برخې تدارکاتي بهير يې پای ته رسېدلی او تر يوې مياشتې به يې عملي چارې پيل شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA