د ايران يوه نظامي چارواکي په منځني ختيځ کې پر امريکايي ځواکونو د بريد خبردارى ورکړ.
د ايران د سپاه پاسداران انقلاب ځواک مشر جنرال محمد علي جعفري وويل، که واشنګټن پر تهران تازه بنديزونه ولګوي، په منځني ختيځ کې به د امريکا نظامي ځواکونه د ايران د توغندويي بريد له خطر سره مخ شي.
د ايران دولتي خبري اژانس ايرنا د يکشنبې په ورځ د جعفري دا وينا را اخيستې، چې ويلي يې دي، که نوي بنديزونه لګول کېږي، امريکا بايد خپلې سيمه ييزې اډې د ايران د توغنديو د پوښښ له ساحې دوه زره کيلو مټره لرې انتقال کړي.
د امريکا پوځ دا مهال د ايران د سرحد په ٨٠٠ کيلو مټرۍ کې په پرتو ګاونډيو هېوادونو کې پوځي اډې لري.
جنرال محمد علي جعفري وايي، که چېرې امريکا د ايران د سپاه پاسداران انقلاب ځواک د تروريستي ډلې په توګه اعلان کړي، دغه ځواک به د امريکا پوځ يو تروريستي سازمان وګڼي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ