د فراه ولايت په خاک سفېد او پشت رود ولسواليو کې د ۲۲ ميليونه افغانيو په لګښت ۳۰ بابه کشمش خانې جوړېږي.
د فراه د والي وياند محمد ناصر مهري کليد ته وويل، چې دغه کشمش خانې به د دغه ولايت د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ رياست له لوري د يوې مرستندويه موسسې په مرسته جوړې شي.
دا په داسې حال کې ده، چې فراه يو کرنيز ولايت دی، خو په دې وروستيو کلونو کې د کرنې او مالدارۍ په برخه کې ورته هېڅ پاملرنه نه ده شوې.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ