امنيتي چارواکي وايي، د کندوز ولايت په امام صاحب ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو په وړاندې د افغان امنيتي ځواکونو لخوا د نږدې يوې اونۍ راهيسې ځمکني او هوايي عمليات دوام لري.
په شمال ختيځ زون کې د پامير د ۲۰ فرقې د ارکان رييس بريد جنرال سيد قربان موسوي وايي، چې په تېره يوه اونۍ کې يې شاوخوا ۱۷۰ تنه وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې ده، چې ۸۸ تنه يې وژل شوي او ۷۸ تنه نور يې ټپيان شوي دي.
د موسوي په وينا، په يادو عملياتو کې يې له وسله والو طالبانو څخه يو شمېر سپکې او درنې وسلې هم نيولې دي.
په ورته وخت کې د کندوز ولايت والي اسدالله عمرخېل هم د يادو عملياتو پيل ډېر ښه بولي او زياتوي، چې په ياده ولسوالۍ کې به ډېر ژر بشپړ امنيت راشي.
د عمرخېل په خبره، نور به په کليو او باڼډو کې امنيتي پوستې نه جوړوي ځکه چې د کليو خلکو ورسره ژمنه کړې چې د يادو سيمو د پاکولو وروسته د سيمې خلک دې چمتو دي، چې د خپلو سيمو امنيت په خپله وساتي.
د يادونې وړ ده، چې د کندوز په امام صاحب ولسوالۍ مرکز باندې څو ځلې وسله والو ډله ييز بريدونه وکړل، خو بريالي نه شول چې د يادې ولسوالۍ مرکز په خپل کنټرول کې راولي.