ads

عبدالرازق: ملا هيبت الله هلمند کې خپل جنګیالي داعش سره له جګړې منع کړي

د کندهار امنیه قوماندان وايي، د وسله والو طالبانو مشر مولوی هیبت الله د هلمند موسی کلا ولسوالۍ ته د سفر پرمهال خپلو جنګیالیو ته ویلي، چې نور دې له داعش سره مخالفت نه کوي.

نویسنده: sarwan
16 تله 1396
عبدالرازق: ملا هيبت الله هلمند کې خپل جنګیالي داعش سره له جګړې منع کړي

د کندهار امنیه قوماندان وايي، د وسله والو طالبانو مشر مولوی هیبت الله د هلمند موسی کلا ولسوالۍ ته د سفر پرمهال خپلو جنګیالیو ته ویلي، چې نور دې له داعش سره مخالفت نه کوي.
د کندهار امنیې قومندان جنرال عبدالرازق تېره ورځ رسنیو ته وویل، چې له نن څخه یوولس ورځې مخکې د وسله والو طالبانو مشر مولوي هیبت الله اخندزاده د بهرامچې له لارې افغانستان ته راغلی او دلته یې خپلو ټولو پلویانو ته امر کړی چې نور د داعش وسله والو پر وړاندې وسله پورته نه کړي.
د جنرال رازق په خبره، د مولوي هيبت الله سره د هغه یو شمېر نور لوړ پوړي مشران او د پاکستان د استخباراتو یو شمېر غړي هم ورسره وو او د هلمند د موسی کلا ولسوالۍ په اړوند کې یې د هېواد د مختلفو ولایتونو د طالبانو د نظامي مسوولینو، والیانو او نورو سره ناسته کړې.
جنرال رازق زیاته کړه، چې مولوي هبت الله دا کار وروسته له هغې وکړ چي داعش وسله وال او نورې وسله والې ډلې د افغان حکومت خلاف جګړه کوي ځکه خو دوی هم نور ور سره پیوستون وکړ.
د قومندان په وینا د ملا هیبت الله سره په دې سفر کې د وسله والو طالبانو د استخباراتو مشر ملا شیرین، د مالي کمېسیون مشر ملا ګل اغا، د نظامي کمېسیون مشر صدر ابراهیم او د اکمالاتو مسوول نعیم بړېڅی ملګري وو.
رازق وايي، د وسله والو مشرانو دغه پرېکړه وروسته تر هغه وکړه، چې په ځينو ولایتونو کې د داعش او افغان طالبانو ترمنځ جګړې وشوې او تلفات يې هم درلودل.
نوموړی وايي، چې په دغه ناسته کې د داعش وسله والو استازو ګډون نه وو کړی.
که څه هم وسله والو طالبانو په ښکاره ددې څرګندونو په اړوند څه نه دي ویلي، خو مخکې تر دې طالبانو او داعش وسله والو د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې درنې جګړې وکړې او پر مهال یې دواړو لورو ته درانه تلفات هم واوښتل.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA