د غور امنيتي چارواکي وايي، چې وسله والو طالبانو په دغه ولايت کې د خپل يوه قوماندان د کورنۍ درې غړي په ډزو وژلي دي.
د غور د امنيه قوماندانۍ وياند محمد اقبال نظامي کليد ته وويل، چې دا پېښه تېره شپه د تيورې ولسوالۍ په يخن عليا کلي کې رامنځته شوې ده.
نظامي زياته کړه، د يوه ماشوم په ګډون ټول وژل شوي کسان د قوماندان ملا ايوب د کورنۍ غړي دي.
نوموړی د دغې پېښې اصلي علت د طالبانو او د قوماندان ايوب ترمنځ شخصي ستونزې ګڼي.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
تيوره د غور ولايت هغه ولسوالي ده، چې وسله وال طالبان په کې پراخ حضور لري او څه موده مخکې دوی وتوانېدل، چې ياده ولسوالي د څو ورځو لپاره ونيسي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ