ads

د هرات او نوې ډېلي ترمنځ مستقيم پروازونه پيل شول

د لمړي ځل لپاره د هرات ولايت د هوايي ډګر څخه هند ته په مستقيم ډول پروازونه پيل شول.
د هرات ولايت له مطبوعاتي دفتر څخه کليد ته په رالېږل شوې خبرپانه کې راغلي، چې د يادو پروازونو څخه لومړی پرواز تېره ورځ د هرات د سيمه ييزو چارواکو او د هند د کنسلګرۍ د چارواکو په شتون سره پيل شو.

نویسنده: sarwan
15 تله 1396

خبرپاڼه وايي، په دغه لمړي پرواز کې لږترلږه سل کسان ناروغان وو، چې د درملنې په موخه نوې ډېلي ته روان شول.
په هرات ولايت کې د هند د کنسلګرۍ چارواکي وايي، چې دغه پرواز په مستقيم ډول هرات ولايت څخه ډېلي ته تر سره کېږي.
هندي چارواکي ووايي، دوی په دې هڅه کې دي، تر څو د هرات ټولو اوسېدونکو ته د وېزې ورکولو زمينه په ښه توګه برابره کړي.
د هرات ولايت هوايي ډګر يو نړيوال هوايي ډګر دی، چې اوس مهال ايران، هند، سعودي عربستان او پاکستان ته په مستقيم ډول پروازونه لري.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA