ads

د ننګرهار سوداګر وايي، وسله وال ترې پیسې غواړي

په ننګرهار کې یو شمېر سوداګر او هټيوال اندېښمن دي، چې په دې وروستیو کې ورته د ټلېفون له لارې ګواښونه کېږي او له دوی د پیسو غوښتنې شوې دي. دوی وايي، په جلال اباد ښار کې ترې پر ټلېفون د پیسو غوښتنې شوې او که چېرته یې ورنه کړي، نو په دوکان، کور او حتا پر دوی د برید هڅې شوې دي.

نویسنده: sarwan
15 تله 1396
د ننګرهار سوداګر وايي، وسله وال ترې پیسې غواړي

په ننګرهار کې یو شمېر سوداګر او هټيوال اندېښمن دي، چې په دې وروستیو کې ورته د ټلېفون له لارې ګواښونه کېږي او له دوی د پیسو غوښتنې شوې دي. دوی وايي، په جلال اباد ښار کې ترې پر ټلېفون د پیسو غوښتنې شوې او که چېرته یې ورنه کړي، نو په دوکان، کور او حتا پر دوی د برید هڅې شوې دي.
په ختیځ کې د کسبګرو او اصنافو د اتحاديې مرستیال عزیز الرحمن عرب کلید ته وویل، په تېره یوه میاشت کې له شلو ډيرې داسې پېښې ترسره شوې، چې د جلال اباد ښار له بېلا بېلو هټیوالو د پیسو غوښتنه شوې او ورته ویل شوي که چېرته پیسې ورنه کړي، نو هټۍ او کور ته به یې ماینونه کېښودل شي.
نوموړی وایي، په دغو پېښو کې ۷ هغه دي، چې د انکار په صورت کې یې هټۍ ته چاودېدونکي توکي ور وړل شوي او مرګ ژوبله يې هم رامنځته کړې ده.
عزیز الرحمن عرب وایي، ډیری هټيوالو د خپل سر له وېرې دغه ډول خلکو ته پیسې هم ورکړې دي: ((له ډېرو دوکاندارنو یې پیسې غوښتې، ځینو ورکړې او ځینو چې انکار کړی په هغوی یې چاودنې ترسره کړې، په تېرو دوو میاشتو کې له څه باندې شلو هټيوالو دغه ډول غوښتنې شوې، چې ۷ کسانو ته یې مرګ ژوبله هم اړولې ده.))
د اصنافو د اتحاديې مرستیال زیاتوي، د دوی په باور دغه ډول غوښتنې او کړنې د حکومت وسلهوال مخالفین نه بلکې په جلال اباد ښار کې غیر مسوول وسلهوال کسان ترسره کوي.
هغه وایي، په ځلونو یې یاده ستونزه له ولایتي ادارې او امنیه قومندانۍ سره شریکه کړې، خو هغوی له ملي امنیت ادارې پرته هېڅ هم نه دي کړي: ((دا کسان د حکومت وسله وال مخالفین نه دي، بلکې همدلته په ښار کې دننه غیر مسوول وسلهوال کسان دي، موږ ولايتي امنیتي ادارو ته ویلي، خو هغوی تر اوسه هېڅ هم نه دي کړي.))
يو تن هټيوال شکر الله جلندري وایي، که چېرته یې حکومت د سر او مال ساتنه ونه کړي، نو بیا دې له دوی د مالیاتو د ټولېدو تمه هم نه لري.
نـومـوړی له امنیـتـي ادارو ګیله من دی او وایي، که حکومت وغواړي په یوه ورځ کې د هټيوالو ستونزې حلولای شي: ((حکومت يې له دومره قوت سره سره هم مخه نه شي نیولای، نو زما سوداګر غریب به څه وکړي، موږ خو حکومت ته مالیه ورکوو، نو زموږ د سر او مال ساتنه خو دې وکړي کنه.))
د ننګرهار ولایتي ادارې چارواکي وایي، دوی نه یواځې په ښار بلکې په ولسوالیو کې هم د سوداګرو او ولسونو د امنیت راوستلو هڅې کوي.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼی بیا وایي، هر کله چې سوداګرو او هټيوالو ته ګواښونه کېږي نو په وخت دې دوی خبر کړي، چې په اړه يې اقدامات وشي: ((یوه ستونزه دا خلک هم لري، که څوک ترې پیسې وغواړي نو چې وسه یې وي ورکوي يې، موږ ته نه وایي چې ستونزه یې حل کړو، خو کله چې بیا دوی د غلو له لوری له ستونزو سره مخ شي بیا موږ ناوخته خبروي.))
په ننګرهار کې هټيوال او سوداګر په داسې حال کې د ناامنۍ له کبله شکایت کوي، چې په جلال اباد ښار کې د اصنافو اتحاديې ویلي و، که چېرته یې حکومت د امنیت په اړه ستونزه حل نه کړي، نو دوی به یوه اوونۍ وروسته د خپلو حقونو د غوښتنې لپاره په پراخو لاریونونو لاس پورې کړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA